د روغتیا نړیوال سازمان خبر ورکړی دی چې په افغانستان کې د روان کال په مې او جون مېاشتو کې ۵۸۹ زره او ۲۰۵ کسانو ته چې په هېواد کې د ورستیو طبیعي پېښو، اورښتونو او سیلابونو له امله زیانمن شوي و روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان نن سه شنبه د جولای په ۲۳ مه نېټه د یو راپورو په خپرولو سره ویلي دي چې دغه روغتیايي خدمات یې په بغلان، بدخشان، غور، تخار او فاریاب ولایتونو کې د ورستیو اورښتونو او سیلابونو له امله زیانمن شویو کسان ته وړاندې کړې دي.

په دې راپور کې زیاته وې چط دغه روغتیايي خدمات د هېواد په ۲۸۷ ولسوالیو کې د ۷۶۳ روغتیايي مرکزونو له لارې وړاندې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ورستیو سختو اورښتونو نا څاپي سیلابونو راوتلو له امله څه ۳۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته او ډېر شمېر کورنیو بېړنیو روغتیايي خدماتو لاس رسی نه درلود.

د ویلو ده چې تر دې وړاندې په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي ویلي و چې د طالبانو محدودونکو پالیسیو خلکو په ځانګړې توګه ښځو ته د روغتیايي په لاسرسي کې ستونزې جوړ کړي.