د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون خبر ورکړی دی چې د خیبر پښتونخوا په بنو  سیمه په اعتراض کوونکو د پاکستان فوج د ډزو په پایله ۵ کسان وژل شوي او ۲۰ نور پکې ټپیان دي.

د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون نن جمعه د جولای په ۱۹ مه نېټه په خپله ایکس پاڼه کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي داسې ښکاري چې حکومت د خپلو خلکو د ژوند او سوله ایزو غونډو د ازادۍ له حق څخه سرغړونه کوي.

په اعلامیه کې راغلي چې صوبايي او فدرالي حکومتونه باید سمدستي له مظاهره کوونکو سره خبرې وکړي او د هغوی پرځای اندېښنې واوري، د احتجاج کوونکو له وژونکو او ټپي کوونکو مسئولو کسانو سره حساب وکړي.

د بشري حقونو دې کمیسیون همداراز غوښتنه کړې چې په سیمه کې د قانون او امن د پلي کېدو لپاره پر هر ډول اقداماتو باید په پارلمان کې په شفاف ډول بحث وشي او د زیانمنو شویو خلکو د حقونو پوښتنه وشي.

پاکستاني پوځیانو له هغه وروسته پر خلکو ډزې وکړې چې زرګونو کسانو د جمعې په ورځ په بنو کې د پاکستان د پوځ د پلان شویو عملیاتو پر ضد او د امن غوښتنې لپاره په لاریون لاس پورې کړ.