د طالبانو مالیې وزارت ویلي چې د افغانستان په ۸ ولایتونو کې د افغانستان لاس بې اسناده یا (یوکیلي) موټرو لپاره قانوني اسناد ورکوي.

د مالیې وزارت د چهارشنبې په ورځ د جولای په ۱۷ مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د خلکو اقتصادي شرایطو ته په کتو یو کیلي موټرو ته قانوني جواز ورکوي.

د یاد وزارت اعلامیه کې راغلي چې د هېواد اتو ولایتونو کابل، هرات، بلخ، ننګرهار، کندهار، کندز، خوست او پکتیا ګمرکاتو کې به بې اسناده موټرو ته قانوني اسناد و ویشل شي.

طالبانو په دې اعلامیه کې زیاته کړې چې د بې اسناده موټرو د محصول او ثبت پروسه د کابینې د فیصلې او د خپل مشر ملا هبت الله د حکم له مخې پیل کړې ده.

مالیې وزارت همداراز د موټرو له مالکینو غوښتي څو خپل موټر ثبت کړي او د بې اسناده موټرو د ثبت لپاره مناسب تخفیف هم په نظر کې نیول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د بې اسناده یا یو کیلي موټرو د ثبت لړۍ په تېر حکومت کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح له لوري پیل شوې وه.