رویټز خبري اژانس راپور ورکړی دی چې په پیرو هېواد کې تېره ورځ د جولای په ۱۶ مه نېټه د یوې ټرافیکي پېښې په پایله کې لږ تر لږه ۲۵ کسان مړه شوي او ۱۷ نور پکې ټپیان شوي دي.

د رویټرز د معلومات له مخې دغه پېښه د پيرو په اندایاکچو په یوې غرنۍ سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې مسافر وړونکی بس له سړک څخه واوښت.

د دې هېواد پولیسو رسنیو ته ویلي چې په بس کې ټولټال ۴۲ کسان سپاره او د ژغورنې عملیات لا هم روان دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په اپریل مېاشت کې هم په ورته ټرافیکي پېښه کې ۲۵ کسان خپل ژوند وبایلود.