د طالبانو تر کنټرول لاندې د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی دی چې د دې وزارت د نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت یو پلاوی چین هېواد ته په رسمي سفر ولاړ.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن چهارشنبه د جولای په ۱۷ مه نېټه په خپله ایکس ټولنیزه پاڼه کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې دغه پلاوی د چین هېواد په رسمي بلنه په یو علمي سیمینار کې د ګډون په موخه یاد هېواد روان شوی دی.

اعلامیه کې همداراز راغلي چې دغه پلاوی د نشه یې توکو سره د مبارزې معینیت د دفتر رئیس مولوي حسیب الله احمدي په مشرۍ چې یوشمېر نور کسان ورسره ملګري دي یاد هېواد تللی دی.

دا په داسې حالې کې ده چې یو شمېر لوړپوړي طالب چارواکي اوس هم د نشه یې توکو د کښت، قاچاق او کرکیلي له لارې په میلیونونه ډالر ترلاسه کوي.