پاکستاني رسنیو اعلان کړی چې د دې هېواد په خیبر پښتونخوا ایالت په بنو ښارکې د پوځیانو پر یوې پوستې د برید په پایله کې یې ۸ پوځیان وژل شوي دي.

پاکستاني رسنیو د پوځ له قوله ویلي چې د دوشنبې په ورځ د جولای په ۱۵ مه نېټه په دې برید کې یې لس بریدګر هم وژلي دي او دغه برید یې ناکام کړی دی.

تېره ورځ یوشمېر وسلوالو په بنو ښار کې د پاکستاني پوځیانو پر پوځي پوستې د دوو ځانمرګو بریدونو له ترسره کولو وروسته د دې هېواد پوځیانو سره سخته نښته وکړه.  

د پاکستان د پوځ نن سه شنبه د جولای په ۱۶ مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره په دې بريد کې د خپلو اتو پوځيانو وژل کېدل او پوځي قرارګاه ته زیان اوښتل منلي او ادعا يې کړې چې په برياليتوب سره يې د دې برید مخه نیولې ده.

پاکستاني پوځ ويلي چې دا بريد د حافظ ګل بهادر ډلې له لوري ترسره شوی چې له افغانستان څخه فعالیت کوي او په پاکستان کې د بريدونو لپاره افغان خاوره کاروي.

په ورته وخت کې د پاکستاني طالبانو حافظ ګل بهادر ډلې د يوې اعلاميې په خپرولو سره د دې بريد مسووليت منلی دی.