د پاکستان د اطلاعاتو وزیر وايي، د پاکستان حکومت غواړي د پخواني لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف پر ګوند بندیز ولګوي او فعالیتونه یې ودروي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله ترار د دوشنبې په ورځ د جولای په ۱۵ مه نېټه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې پر عمران خان باندې د حکومت د محرمو اسناد افشا کولو او تاوتریخوالي په ګډون لګیدلي تورونو له کبله به د تحریک انصاف پر ګوند بندیز ولګول شي.

د پاکستان حکومت داسې محال د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف پر ګوند د بندیز لګولو نیت کړی چې د دې هېواد سترې محکمې تیره اوونۍ په یوه تاریخي پرېکړه کې د عمران خان ګوند ته په پارلمان کې د شاوخوا ۲۰ نورو څوکیو ورکولو امر وکړ او د هغه په خلاف د غیرقانوني واده کولو دوسیه یې د شنبې په ورځ لغوه کړه.

ترار زیاته کړې چې د پاکستان دولت به ډېر ژر په دې هکله یوه دوسیه پرانیزي.

د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند تر اوسه په رسمي ډول د دې پریکړې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.