امریکايي رسنیو د متحدو ایالتونو د فدرال تحقیقاتو ادارې له قوله اعلان کړی دی چې د متیو کروکس په نوم یې یو ۲۰ کلن کس د ډونالډ ټرمپ د ترور په توګه پېژندلی دی.

دا په تېرو څو لسیزو کې په امریکا کې د سیاسي خشونت یوه تر ټولو لوړه قضیه بلل کېږي.

د امریکا امنیتي ‌ځواکونو نن یکشنبه د جولای په ۱۴ مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي ‌چې کروکس د پنسلوانیا ایالت د بېتل پارک اوسېدونکی دی، دا ځای له هغې سیاسي‌غونډې څخه یو ساعت لېرې دی، چې ټرمپ په کې د خبرو په وخت کې په غوږ په مرمۍ ووېشتل شو.

عیني شاهدان رسنیو ته ویلي چې هغه د غونډې له ځای څخه د باندې له یو بام څخه د ټوپک ډزې وکړې او بیا امنیتي ځواکونو وواژه.

د ویلو ده چې په دغې غونډې کې د ډزو په پایله کې یو تن وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.