هندي رسنیو خبر ورکړی دی چې د دې هېواد په شمالي اترپردیش ایالت کې نن چهارشنبه د جولای په ۱۰ مه نېټه د یو بس او ټانکر د ټکر په نتیجه کې لږ تر لږه ۱۸ کسان مړه او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.

د اترپردیش ایالت ځايي پولیسو رسنیو ته ویلي چې دا بس له ختیځ بیهار سیمې څخه پلازمېنې نوي ډیلی ته روان و چې د لارې په اوږدو کې د شېدو له ټانکړ سره یې ټکر کړی دی.

د اتراپردیش اعلی وزیر دغه ټرافیکي پېښه زړه پوږنوونکې بللې ده.

د هندي رسنیو د معلوماتو له مخې په ۲۰۲۲ م کال کې په دې هېواد کې د ټرافیکي پېښو له کبله شاوخوا ۱۶۸ زره کسان مړه شوي دي.