د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ د افغان ښځو او انجونو په ورزش د ټینګار ترڅنګ ویلي دي چې افغان ښځې او انجونې د ورزش کولو حق لري.

ریچارډ بینېټ نن سې شنبه د جولای په ۹ مه نېټه په خپله ایکس پاڼه کې له ټولو ورزشي بنسټونو غوښتي چې له افغان ښځینه ورزشکارانو د افغانستان دننه او بهر ملاتړ وکړي.

نوموړي زیاته کړې چې د روان کال د پاریس د المپیک او پارا المپیک په لوبو کې د افغان ښځینه او نارینه ورزشکارانو لوبېدو ته سترګې په لاره دی د هغه په خبره کله چې په افغانستان کې د نجونو پر سپورټ بندیز وي نو په بهر کې د افغانستان په استازیتوب د نجونو ګډون د حیرانتیا خبره ده.

د المپیک نړیوالې کمیټې تر دې وړاندې اعلان کړی و چې د پاریس ۲۰۲۴ م کال را روانو المپیک سیالیو کې له افغانستان څخه به درې ښځې او درې نارینه په بېلابېلو ورزشي رشتو کې ګډون وکړي.

د المپیک نړیوالې کمیټې ای او سي همداراز ټینګار کړی و چې د پاریس ۲۰۲۴ میلادي کال المپیک سیالیو کې به هېڅ طالب چارواکي ته د ګډون اجازه ورنکړي.

د ویلو ده چې طالبانو د ۲۰۲۱ م کال په اګست کې پر افغانستان له بیا واکمن کېدو وروسته د ښځو او انجونو پر ټولو ورزشونو بندیز ولګاوه او همداراز له ډېرو نورو اساسي حقونو یې هم بې برخې کړې.