په نړۍ کې د ادیانو د ازادۍ په اړه د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت راپور د افغانستان په هکله وایي چې د طالبانو حکومت د شریعت څخه د خپل تفسیر پر بنسټ ټولنه اداره کوي او مذهبي اقلیتونه د دې حکومت له بشپړ ملاتړ څخه برخمن نه دي.

په دغه راپور کې د باوري سرچینو لکه د بشري حقونو سازمانونو او په ۲۰۲۳ کال کې د هدفي تاوتریخوالي د قربانیانو د راپورونو په حواله، د دغو اقلیتونو د حقونو څخه د سرغړونې په اړه د اندېښنو د زیاتوالي خبر ورکړی دی.

په راپور کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ په حواله راغلي چې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمن کیدو راهیسې “اقلیتونه، په تېره بیا مذهبي اقلیتونه هېڅکله له بشپړ خوندیتوب څخه برخمن نه وو.”

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په دې راپور کې د ګڼو سرچینو په حواله لیکلي دي چې طالبانو “شیعه مذهبه ټولنه د دې لپاره له پامه غورځولي چې له هېواد څخه وتلو ته یې اړ کړي”. په دې راپور کې هزاره مشرانو د طالبانو له خوا د هزاره ګانو هدفي وژنو ته اشاره کړې چې په دې کې په ارزګان کې د یو هزاره سړي او د هغه د زوی سرونه پرې کول شامل دي او د دغو سرچینو په وینا، د طالبانو له خوا د هزاره ګانو “وژنې، شکنجه او په زوره بیځایه کونې” او په څو ولایتونو کې د هغوی د ځمکو او کورونو غصب کول دوام لري.

د دغه راپور د موندنو له مخې طالبانو د خصوصي ښوونځیو په ګډون په ټولو ښوونځیو کې د شیعه فقهې په تدریس بندیز لګولی دی.

دا راپور په ډاګه کوي چې غیر مسلمان مذهبي اقلیتونو لکه سکهانو، هندوانو، عیسویانو او بهاییانو د مسلمانانو له خوا د ځورونې راپور ورکړی او ویلي یې دي چې دوی د خپل مذهبي هویت له څرګندولو څخه ویره لري.