د مارکیټ انحصار یا Monopoly څه ته وایي ؟

د اقتصادي فکر ټول مکتبونه د ډېرو سرچېنو د لټې او په پراخو منابعو باندې د ولاړ مارکیټ غوښتنه کوي ، دا پدې مانا چې د تقاضا لپاره ځواب ورکوونکي قوه باید سترې سرچېنې ولري او د غوښتنې په وخت کې په مارکیټ کې محدود عرضه کوونکي نه وي.
همدا پورتنۍ غوښتنې د تقاضا د مشبوع لپاره غوره لاره ده چې ، مارکیټ کې د ډېرو سرچېنو لرل یې مهمه برخه جوړوي.
انحصاري مارکیټ رامنځته کول په بازار کې د شیطاني رقابتونو زیږنده ده ، هلته چې سالم رقابت نه وي خپله انحصار او منوپلي رامنځته کیږي، همدا شیطاني فکر دی ، چې له لګښت کوونکو د ډیرې او دوامدارې ګټې په موخه په مارکیټ نوي کس ته ځای نه ورکول کیږي او خپله انحصاري او مناپلي یې ساتلي وي.
د ازاد بازار د اقتصادي مکتب بنسټګر ادم سمیت هم په خپل کتاب د ( ملتونو ثروت ) کې پدې اړه اندېښنه څرګنده کړېده او د مارکیټ انحصار یې تباه کوونکی بللی دی.
له بده مرغه چې د ازاد بازار له پالیسۍ نه د ناروا ګټې اخیستنې ذهنیت په عامېدو دی چې پدې سره په نړۍ کې د فقر ، بې کارۍ او نا انډولۍ ګراف په لوړېدو دی او دا ټول په مارکیټ کې د نا سالم رقابت له امله رامنځته شوېدي.
پدې اړه به د نورو ګڼو اقتصادي مکتبونو سربیره ، د اسلام مبارک دین په رڼا کې هم د انحصار یا منوپلي په تړاو بحث ولرو .
تعریف ؛ د بازار انحصار هغه جوړښت دی ، چې په کې د یوه ځانګړي تولید یوازې یو عرضه کوونکي شتون ولري، دا په دې مانا ، چې عرضه کوونکي په بازار کې د ځانګړي تولید د عرضې په برخه کې کوم سیال نه لري .1
یاهم مناپلې له هغه انحصاري مارکیټ څخه عبارت دی چې ، یوازې یو عرضه کوونکی په مارکیټ کې د خپلو تولیداتو د مقدار ، نرخ او کیفیت په تړاو سیال ونه لري او په مارکیټ کې د همدغه ذکر شویو برخو کنترول په لاس کې ولري .
د پورتني تعریف له مخې په انحصاري مارکیټ کې یوازې نرخ باندې کنټرول لرل هم نه دي بلکې لدې سره خوا کې د تولیداتو په کمیت باندې هم کنترول لرل او مارکیټ په لاس کې نیول هم شامل دي د بېلګې په ډول د ګرمۍ په موسم کې د لمرېزې برېښنا داسې سیستم چې یوازې یوه انحصاري کمپني یې د امتیاز حق لري د خپلو تولیداتو مقدار ټېټ ساتي تر څو په مارکیټ کې تقاضا زیاته او پېرودونکي د لوړې بیې لپاره رضایت ولري نو پدې وخت کې ، وړاندې کوونکي انحصاري کمپني د تولیداتو کمیت پورته کوي خو ورسره خوا کې په نرخونو کې هم زیاتوالی راځي پدې سره د کمیت کم ساتلو له امله د خلکو د تقاضا زیاتېدو سره د بیو جیګوالي ته رضایت پېدا کړ ، چې داد همدې انحصاري شرکت له تکتیکونو دي چې په مارکیټ د نرخونو کنترول پدې توګه ترسره کوي.
د تولیداتو د عرضې مقدار پدې خاطر هم ښکته ساتل کیږي، چې بیا د مارکیټ له بیلانس نه خبره بلې خواته لاړه نه شي یانې چې د عرضې ډیروالی د تقاضا کموالی رامنځته کوي چې ، پدې سره د یاد تولید نرخونه راو لیږي او په ورو ، ورو په مارکیټ د یادې کمپنۍ انحصار له منځه ځي ، نو دا ډېره مهمه خبره ده چې، مناپلي ډلې لرونکي کوشش کوي چې د خپلو تولیداتو او خدماتو د ارایې کچه کنترول وساتي او مارکیټ کې خلک د خپلو تولیداتو په انتظار د بیو زیاتوالي لپاره راضي کړي.
د انحصاري مارکیټ په ځانګړتیاوو کې دا خبره هم شامله ده چې د تولیداتو عرضې کنترول باید ترسره شي همدارنګه د مناپلي له ځانګړتیاو دا هم ده چې په اسانۍ ورسره څوک رقابت نه شي کولی او هغه هم پدې سبب چې ، په مارکیټ کې د ډېر پاتې کېدو له امله یې ځای پیدا کړیدی او خلک یې په بدیل باندې فکر نه کوي ، خو دا ذهنیت تر ډېره دوام نه شي کولی او باالاخره سیال یې پیدا کیږي او مارکیټ یې له لاسه وځي . په ټوله کې ویلی شو چې د مناپلي ځانګړتیاوې له یوه عرضه کوونکي ، قیمت کتنرولوونکي او د تولید کیفیت ساتونکي څخه عبارت دي.
همدارنګه په لنډ ډول باید ووایو چې انحصاري مارکیټ هغه مارکیټ ته ویل کیږي چې، د تولید عرضه کوونکي تصدي یوه وي او د مارکیټ کنترول یې په لاس کې وي. پدې توګه موږ ویلی شو چې په مناپلي کې یو عرضه کوونکی بغیر له سیاله په مارکیټ کې تولیدات او خدمات عرضه کوي.
انحصار یوازې په تنخنیکي او ټیکنالوژيکي زده کړې سره نه رامنځته کیږي بلکې نورې برخې هم لري
هغه انحصار چې په تخنیکي برخې پورې تړلی دی لکه د دوو امریکایي کمپنیو بېلګه چې کمپیوټرونه تولیدوي او نږدې ټوله نړۍ یې انحصار کړېده ( DEEL ، HP ) دي .
طبیعي انحصار هم یادولی شو لکه د افغانستان د لاجوردو تولید چې نسبت له نورې نړۍ یې مارکیټ انحصار کړیدی یاهم د مالیزیا او اندونیزیا د ربړونو طبیعي ونې چې په پدې برخه کې یې نړیوال مارکیټ انحصار کړیدی . پدې توګه طبیعي شرایط د یوې کمپنۍ د انحصاري قوې لامل شوي دي .
انحصاري مارکیټ د ګټې او سیاست تر اثر لاندې هم رامنځته کیدای شي چې یو څو کمپنۍ یا هېوادونه چې یو ځانګړی توکی تولیدوي په خپل منځ کې د یوه توافق له مخې انحصاري مارکیټ رامنځته کړي او په بازار کې خپله ولکه وساتي .
دلته به پدې تړاو لږ تم شو؛ هغه وخت کې چې، یوه کمپني خپل تولید شوي توکي مارکیټ ته عرضه کړي او په همدې عرضې باندې کنترول ولري چې د کنترول په نتیجه کې په مارکیټ کې نږدې متبادل جنس په عین کیفیت او قیمت باندې پیدا نه شي نو دې حالت ته انحصار ویل کیږي پدې توګه عرضه کوونکي د خپلې عرضې مقدار او قیمت ټاکنه په خپل زړه باندې کوي او له دې فکره بې غمه دی، چې سیال به یې د مارکیټ د نیولو تصرف وکړي .
د اقتصاد معاصر کارپوهان یوه بله موضوع هم د انحصار په کټګورۍ کې راولي ؛ هغه شرکتونه چې د مارکیټ لویه کتله په لاس کې لري او یا هم په عمده توګه خپل تولیدات او خدمات د یوه حاکم په ډول مارکیټ ته عرضه کوي اګر چې په مارکیټ کې به واړه عرضه کوونکي یا هم پرچون خرڅوونکي هم وي خو بیا هم په لویه کچه د مارکیټ کنټرول ددوی په لاس کې دی او قیمت هم همدوی ټاکي. پدې تړاو په افغانستان کې د ډبرو سکرو عرضه ده چې د دولت په لاس کې ده د عرضې او قیمت په تړاو یې خپله دولت پریکړه په لاس کې لري اګر چې واړه شرکتونه همدا توکي له دولت څخه رانیسي او مستقیما یې بازار ته وړاندې کوي خو په لویه کچه د مارکیټ انحصار د دولت په لاس کې دی .
د انحصار یا مناپلي ډولونه
د انحصاري مارکیټ ډولونه د هرې سېمې او اقتصادي حالت ته په کتو یې بیانولی شو خو دلته به لویه کچه د انحصاري مارکیټ ډولونه په لنډ ډول بیان کړو .
1 . طبیعي انحصار ( Natural Monopoly )
له هغه انحصار څخه عبارت دی چې ، په طبیعي ډول د یوه جنس واک له ځان سره ولري لکه د یوه جنس د تولید د سرچېنې په ډول په مارکیټ کې کنټرول ترلاسه کول پدې سره موږ ویلی شو چې هغه هېوادونه چې یو ځانګړی جنس پکې تولیږي هم پدې کټګورۍ کې راځي لکه په برازیل کې د قهوې تولید او په سریلانکا او چین کې د چایو تولید . چې دا برخه د جغرافیوي انحصار په نوم هم یادیږي .
یاهم د یوه هېواد په کچه د ریل کاډي تولیدي شرکت چې مخکې څخه په عرفي ډول کار کوي نو طبیعي خبره ده چې د عرضې د کموالي په وجه بل شرکت زړه نه کوي چې دومره ستره سرمایه ګذاري وکړي تر څو کمه ګټه تر لاسه کړي نو دلته د طبیعت سره دا خبره هم جوړه نه ده چې د عرضې د کموالي سره، سره دې بل شرکت هم مارکیټ ته داخل شي.
2 . دولتي انحصار ( Governmental Monopoly )
لکه څنګه چې له نوم څخه معلومیږي چې دولتي انحصاري مارکیټ دی ، پدې ډول انحصار کې په دولتي کچه د یوه جنس عرضه او قیمت ګذاري ترسره کیږي ،یانې چې د یوه ځانګړې جنس تولید او عرضه د دولت په لاس کې وي او هغوی ورته د قیمت ټاکلو صلاحیت لري دا چاره د درېیمې نړۍ په هېوادونو کې ډیر تر سترګو کیږي او هلته چې د ازاد بازار پر ځای د سوسیال مارکیټ حاکم دی او هغه هم پدې حساب چې په مارکیټ د بشپړ حاکمیت له امله دا چاره ترسره کوي.
په دولتي انحصاري مارکیټ بل ډول یې د دولت په حمایت انحصار دی چې د پردې تر شاه یې دولت ولاړ دی او په ظاهره یې خصوصي سکتور ته سپارلی دی چې دېته ( Government-Granted Monopoly )هم وایي ددې ښه مثال د افغانستان د برېښنا سیستم دی چې، په دولتي کچه یې د تولید ، عرضې او نرخ ټاکنه کیږي .
3 . قانوني انحصار ( Legal Monopoly )
پدې ډول انحصار کې که چیرته یو شخص یو څه ایجاد کړي یا یې رامنځته کړي نو پدې سره یې تړاو هماغه شخص ته کیږي چې، د نوموړي تولید او عرضې مالکیت په غاړه لري او بل څوک ددې توکې د ارایه کولو حق نه لري ښه بېلګه یې کتابونه دي چې لېکوال یې په مارکیټ کې د انحصار قانوني حق لري چې همده پورې تړلی دی .
4 . دوه طرفه انحصار ( Duopoly )
دوه جانبه انحصار، له هغه انحصار څخه عبارت دی چې ، په مارکیټ کې یوازې دوه ستر عرضه کوونکي وجود ولري چې مخکې مو د کمپیوټرونو په برخه کې د DEEL او HP کمپنیو مثالونه ورکړل پدې کې د الوتکو دوه ستر شرکتونه هم راتللی شي چې عبارت دی له ، بوینګ او ایرباس څخه
5 . څو طرفه ( Oligopoly )
څو جانبه یا اولیګاپولي انحصار د مارکیټ هغه انحصار ته ویل کیږي چې په یوه برخه کې څو شرکتونه او یا هم اشخاص کار وکړي، تولیدات وړاندې کړي خو ددوی په منځ کې د یوه شوي توافق له مخې د نرخونو د کنترول لپاره یوه هوکړه شوي وي او پدې توګه یې په مارکیټ کې انحصار رامنځته کړی وي لکه په په هېواد کې د مخابراتي شبکو انحصاري کمپنۍ چې د نرخونو په تړوا یې یو ډول توافق کړیدی تر څو د خپلې خوښې مارکیټ ولري.
اولیګاپولي انحصار ته ګروپي انحصار هم ویل کیږي چې یو ګروپ مشابه تولیدات او خدمات ارایه کړي او په مارکیټ کې په لویو کاروبارونو ولکه ولري او یو شان توکي عرضه کړي دغه ګروپ په مارکیټ کې د بل چا د داخلېدو لپاره خنډونه ایجادوي او نه پرېږدي چې ، ددوی په څېر بل شرکت رامنځته شي.
ددې بل ډول اولیګاپسوني ( Oligopsony ) دی چې د ګروپي انحصار له هغه ډول څخه عبارت دی چې، یو کم شمېر پېرودونکي پکې د پېر اړخ باندې ولکه ولري . 2
لدې ډولونو ورپورته ټولنیز او خود ساخته انحصار هم شته چې په ټولنه کې د یوې حاکمې طبقې له لورې له پخوانیو زمانو انحصاري مارکیټ وي لکه کولالي ، چې په هره ټولنه کې یې یو خاصه ډله کوي همدارنګه خود ساخته یا هم خپله جوړ کړی انحصار چې یوه ستره کمپني یې د خپلې خوښې لپاره کوي او پدې سره مارکیټ را خپلوي.
د منوپلي ګټې
په انحصاري مارکیټ ځېنې ګټې هم شته خو ډیره ګټه په کمپنیو پورې تړلې ده او عرضه کوونکو ته ډیره ګټه رسیږي البته که په دولتي کچه د یو قوي نظارت سره د ځېنو توکو انحصار ترسره شي چې پکې شرعي او د هېواد نافذه قوانین نقص نه شي نو بیا یې ګټه هم شته دلته به یې ځېنې ګټې ولیکو خو شرط به یې همدا وي چې د اسلامي اصولو سره سم د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې یې تعقیب او نظارت ترسره شي .
د ګټې لاسته راوړنه ؛ انحصاري شرکتونه په مارکیټ کې د سیال د نشتون له امله په بازار موندنه باندې مصرف نه کوي چې پدې سره هغه مصرف چې نورې کمپنۍ یې د مارکیټینګ په کولو سره کوي او بیا همدا مصرف په توکو باندې وضع کوي نو دا یوه ښېګڼه کیدای شي چې هم کمپنۍ او هم مشتریانو ته توکي په ارزانه بیه تمام شي .
د دولت له لورې د کنترول چارې اسانتیاوې ؛ پدې ډول مارکیټ کې دولت په اسانۍ سره خپل کنترول ترسره کولی شي ځکه چې ، د کار ساحه دومره پراخه نه ده او یوازې محدود شرکتونه به کار کوي چې کنترولول او نظارت یې اسانه دی .
د دولت له لورې د قیمتونو ټاکلو کې کنترول هم کیدای شي ځکه چې ، د مارکیټ عرضې او تقاضا ته په کتو سره دولت کمپني دېته مجبوروي چې نرخونه ښکته وساتي او دا چاره به د دولت له لورې په اسانۍ سره ترسره کیږي.
د انحصار زیانونه
د انحصاري مارکیټ زیانونه هم شته دي ځکه چې د ازاد بازار له ذهنیت ټولو خلکو غلطه فایده پورته کړېده او تل یې دا حق د یوه ډال په توګه نیولی دی .
نوښتونه نه ترسره کیږي ؛ په انحصاري مارکیټ کې د نویو کاروبارونو او کمپنیو د نه ایجاد له امله نوښتونه نه شي ترسره کیدای او پدې سره خلک له ډېرو پرمختګونو بې برخې وي .
انحصار کله کله ډیر تباه کوونکي هم تمامیدای شي ؛ ځکه چې د یوه هېواد په اقتصادي سیاست کې د انحصاري کړیو شتون هېواد بحران ته وړلی شي او د مملکت د لوړو اهدافو مخنیوی د خپلو شخصي ګټو په پار ترسره کوي پدې برخه کې ډیرې بېلګې لرو چې زموږ مارکیټ څنګه او څومره د خلکو په انحصار کې دی ؟ نه یوازې اقتصادي چارې بلکې د هېواد نورې چارې هم د انحصاري سیاست قرباني دي او موږ هره ورځ ددې چارې ستر قیمت ادا کوو .
نوې سرمایه ګذاري نه شي ترسره کیدای ؛ په انحصاري مارکیټ کې نوې سرمایه ګذاري نه شي ترسره کیدای او پدې سره نوې کاروبارونه او دندې نه رامنځته کیږي دا په داسې حال کې ده چې اوس هم په افغانستان کې د دندو غوښتنه زیاته ده او نوي کاروبارونه نشته .
د نرخونو نه ثابتوالی ؛ په انحصاري مارکیټ کې نرخونه د عرضه کوونکي په خوښه ټاکل کیږي چې پدې سره ډیره نا جایزه ګټه هم کوي او د خلکو له مجبوریته ګټه پورته کوي که دولت انحصاري مارکیټ ته اجازه هم ورکوي نو باید د نرخونو د کنترول لپاره جدي و اوسي.
د سالم رقابت نه شتون ؛ په منوپلي کې سالم رقابت اصلا شتون نه لري بلکې د مارکیټ د شیطاني رقابتونو له امله واړه شرکتونه همداسې واړه پاتې کیږي او ستر یې د منوپلي له امله په مارکیټ باندې خپله ولکه ټینګوي . که چیرته سالم رقابت رامنځته شي نو د بیو د ټیټوالي سره به د کیفیت کنترول هم ترسره شوی وي .
که څه هم د اساسي قانون د لسمې مادې له مخې د افغانستان اقتصادي سیاست په ازاد بازار باندې ولاړ دی خو د نرخونو د کنترول لپاره د افغانستان د ولسي جرګې له لورې د احتکار او انحصار د مخنیوي قانون چې د 1391 کال د تلې میاشتې په لومړی نېټه باندې تصویب کړی دی .3
اګرچې ، په تخصصي لحاظ د انحصار او احتکار تر منځ توپیر شته خو د پورته ذکر شوې قانون له مخې دواړه په یوه قالب کې اچول شویدي چې د مخنیوي لپاره یې قانون وضع شوی دی .
په اسلام کې د احتکار په اړه د منعې خبره شوېده او دا چاره یې نا روا ګڼلې ده د احتکار د نار روا والي لپاره شرطونه ذکر شویدي چې عین شرطونه په انحصار کې هم شته نو ځکه یې حکم هم یو دی پدې شرطونو کې یو شرط دادی چې ، دېته انتظار ویستل چې کله به نرخونه لوړ شي او دا په داسې حال کې چې خلک ورته ډیر سخت ضرورت لري. 4 همدا چاره په انحصار کې هم ترسره کیږي چې کمپنۍ دېته انتظار کوي چې د خلکو د اړتیا ګراف اوج ته ورسیږي او پدې سره لوړ قیمتونو ته هم غاړه کیږدي نو بیا خپل تولیدات عرضه کوي .
ډیری اسلامي پوهانو انحصار هم لکه د احتکار په څېر نا روا بللی دی چې ، د څو کمپنیو په توافق سره نرخونه وټاکي او د مارکیټ انحصار په خپل لاس کې ولري، دوی دا د احتکار یو نوی ډول ګڼي . 5
ماخذونه
1 . عادل عبدالله ، ورین امان الله ، د اقتصاد او تجارت اصطلاحات ، ۱۳۹۴ چاپ ، مخ ، 316
2 . عادل عبدالله ، ورین امان الله ، د اقتصاد او تجارت اصطلاحات ، ۱۳۹۴ چاپ ، مخ 334
3 . اساسي قانون ، لسمه ماده ، مخ : ۸ ، چاپ کال ۱۳۸۲ سلواغې ۸ مه
4 . رحماني ، پوهندوی محمد شریف ، د اسلامي اقتصاد اساسات ، ژباړه ، مخ ،190 ، چاپ کال 1392
5 . احمدزی ، پوهنمل زاهدي ، د تجارت اسلامي قانون ، مخ ، 40 چاپ کال 1382