د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د چهارشنبې په ورځ، د جون په ۲۶ مه نېټه لویدیځ قدرتونه تورن کړل چې د اسرائیل له هغه پلان چې پر لبنان برید وکړي او په ټوله سیمه کې جګړه خپره کړي ملاتړ کوي.

رجب طیب اردوغان د واکمن عدالت او پرمختګ ګوند وکیلانو ته وویل، اسرائیل اوس په لبنان کې خپل هدفونه ټاکي او د پردې تر شا لوېدیځ قدرتونه اسرائیل په شا ټکوي او ملاتړ يې کوي.

اردوغان خبرداری ورکړ چې سیمې ته د جګړې د غځولو لپاره د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو پلانونه به د لوی ناورین لامل شي.

د اردوغان دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې د اسرائیلي ځواکونو او په لبنان کې د ایران ملاتړ لرونکي حزب الله ډلې تر منځ د پولې په اوږدو کې د ډزو تبادلې زیاتې شوي دي.