په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر یوناما د نشه يي توکو او ورڅخه د ناوړې کار اخیستنې او غیرقانوني نشه يي توکو د قاچاق د نړیوالې ورځې په مناسبت په یو پیغام کې ویلي چې د یو او دوو میلیونو ترمنځ افغانان په نشه يي توکو روږدي دي چې ۳۵ فیصده یې ښځې دي.

یومانا د چهارشنبې په ورځ، د جون په ۲۶ مه نېټه د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د کابل د جنګلک په سیمه کې په نشه يي توکو د روږدو د درملنې له یو روغتون څخه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړې استازې او د یوناما د مشرې د لیدنې ویډیو په خپرولو سره ویلي دي چې په افغانستان کې ددې سره سره چې د اپین تولید کې ۹۵ فیصده کموالی راغلی، خو لا هم په دغه هیواد کې د یو میلیون څخه تر دوو میلیونو پورې کسان چې ۳۵ فیصده یې ښځې دي نشه يي توکي کاروي.

یوناما ویلي چې د نشه يي توکو څخه د ناوړې کار اخیستنې او غیرقانوني نشه يي توکو د قاچاق د نړیوالې ورځې پر مهال د نشه يي توکو څخه پاکې نړۍ ته ژمن دي.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمنو سره د مبارزې ادارې (UNODC) د تیر ۲۰۲۳ کال د ډسمبر ۲۷ (مرغومې شپږم) په یو راپور کې ویلي چې افغانستان د نشه يي توکو د اعتیاد له امله د پام وړ ستونزو سره مخ دی او نشه يي توکو په دغه هیواد کې له هرو دریو کورنیو څخه یوه زیانمنه کړې ده.

دغې ادارې ویلي چې د افغانستان د نفوس ۶۰ فیصده یې له ۲۵ کلنو ښکته عمرونه لري چې له همدې امله دا هیواد په نړۍ کې د نشه يي توکو په برخه کې یو ترټولو ځوان او چټک وده کوونکی نفوس لري چې د مخنیوي هڅې یې خورا مهمې دي.

دغې ادارې ویلي چې د کورنیو د مهارتونو د پروګرامونو له لارې د نشه يي توکو د کارولو، جرمونو او تاوتریخوالي د مخنیوي په برخو کې په دغه هیواد کې په ملي کچه کار کوي.