د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د روسيې د بهرنيو چارو د وزير سرګيي لاوروف د وروستيو څرګندونو هرکلی کړی دی او ويلي يې دې چې له ټولو اړخونو سره هر اړخيزو او نتيجه محوره خبرو ته چمتو دي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ د جون مېاشتې پر ۲۴ مه نېټه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د روسيې په شمول ټولو هيوادونو ته وايي چې په افغانستان کې د «اشغال په پای ته رسېدو سره» د ناامنۍ عوامل ختم شوي دي.

په دې اعلامیه کې همداراز د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی دی چې طالبان د يوه مسوول حکومت په توګه تيار دي چې له ټولو اړخونو سره پر مشترکو مسايلو هر اړخيزې او نتيجه محوره خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګئي لاوروف د ټوليز امنيت د تړون د سازمان د غړو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې ويلي چې دا هيوادونه له طالبانو سره د معنادارو او پروژه محوره خبرو غوښتنه کوي.

همدا راز سرګيي لاورف ويلي چې په افغانستان کې لا هم د داعش او القاعدې په شمول د «ترهګرو ډلو» هستې شته دي او د دې ډلو ګواښونه پر ځای پاتې دي.

دې هيوادونو د مرکزي اسيا او د افغانستان د شمالي پولو پر پياوړتيا ټينګار کړی دی.