په منځني ختیځ کې د ایران د ملاتړو ډلو مسئولین او کارپوهان وايي چې زرګونه جنګیالي چمتو دي که د اسرائيل او حزب الله ترمنځ جګړه زیاته او پراخه شي، دوی به د اسرائيل په ضد د حزب الله له ډلې سره یو ځای شي.

د تېرکال د اکتوبر د اوومې نېټې څخه راوروسته چې حماس په اسرائیل برید وکړ، د اسرائیل او په لبنان کې د حزب الله د ډلې ترمنځ تقریبآ هره ورځ د ډزو تبادله کېږي.

خو تېره میاشت د دواړو خواو ترمنځ حالت له هغه وروسته ډېر خراب شو چې اسرائيل په یو برید کې د حزب الله یو قوماندان وواژه او حزب الله د غچ اخیستو لپاره په اسرائیل باندې سلګونه راکټونه او چاودېدونکې بې پیلوټه الوتکې وتوغول.

د اسرائيل مقاماتو ګواښ کړی که له سرحدي سیمو څخه حزب الله په شا نه شي، دوی به پوځي عملیات وکړي.

په تېرې شاوخوا یوې لسیزې کې، د افغانستان، پاکستان، ایران او عراق ملېشه جنګیالي په سوریې کې د بشار الاسد د رژیم په ننګه جنګېدلي‌ دي.

د ایران د ملاتړو ډلو مسئولینو ویلي‌ دي چې له حزب الله سره به یو ځای شي.