پنځمه برخه

لیکنه: عبیدالله وردک

مخکې مو په څلورو لیکنو کې بېلابېل مثالونه وړاندې کړل چې څنګه چټ جي پي ټي په ښه شکل سره وکاروو او یو مناسب متن تولید کړو، نن غواړو چې د کوډېنګ یا په عامه اصطلاح د پروګرامینګ لپاره هم د چټ جي پي ټي مرسته وغواړو تر څو کارونه مو نسبتاً اسانه شي.

کوډېنګ، چې پروګرام کول هم ورته ويل کېږي، د کمپيوټرونو او نورو ډيجيټل وسايلو لپاره د لارښوونو جوړولو هنر دی؛ دا لارښوونې، چې د پروګرام يا سافټوير په بڼه وي کمپيوټرونو ته دا توان ورکوي چې ځانګړي کارونه ترسره کړي.

کوډېنګ زموږ په ورځني ژوند کې ډېره لويه ونډه لري؛ د موبايل اپليکيشنونو څخه تر وېبپاڼو او د کمپيوټر لوبو او نورې ډېرې برخې د کوډېنګ په مرسته جوړې او غني شوې دي.

د کوډېنګ زده کړه نه يوازې د ټکنالوژۍ د پرمختګ لپاره مهمه ده، بلکې د حل د لارې پيدا کولو، خلاقيت او ژور فکر د پرمختګ لپاره هم ګټوره ده.

اوس پوښتنه دا ده چې څنګه ChatGPT د کوډېنګ لپاره وکاروو!؟

چټ جي پي ټي د کوډېنګ په لیکلو او اصلاح کې له موږ سره مرسته کولای شي چې لاندې به واضح شي؛ خو که موږ تمه ولرو چې د یوې موضوع اړوند دې ټول کوډ په چټ جي پي ټي تولید کړو؛ نو ممکن چې نتیجه یې ډېره ښه نه وي او مناسب ځواب به تر لاسه نکړو، نو ځکه به دلته هم چټ جي پي ټي د یو همکار په ډول کاروئ.

په لاندې مشخصو برخو کې له چټ جي پي ټي مرسته غوښتلای شو.

• کوډ جنرېشن:

که تاسو يو مشخصه دنده ولرئ، تاسو کولای شئ چټ جي پي ټي ته لارښوونه وکړئ چې د هغه لپاره کوډ ولیکي. مثلاً، “يو پروګرام ولیکه چې په ورکړل شوې جمله کې د بېلابېلو تورو شمېر وښيي.

• ستونزې حل کول:

که تاسو یو پروګرام لیکئ، خو مطلوب ځواب نه تر لاسه کوئ او یا مو پروګرام په سمه توګه نه رن کېږي، نو له چټ جي پي ټي د هماغه مشخصې برخې پوښتنه وکړئ او د اړونده ستونزې تشرېح او بیا حل ترې وغواړئ.

• د کوډ تشريح:

ځینې وخت تاسو کوډ لرئ اما ډېر درته واضح ندی چې په دې کوډ کې کومه برخه څه دنده سره ته رسوي، نو کولای شو له چټ جي پي ټي وپوښتو تر څو هره برخه راته واضح کړي.

• کوډ اصلاح:

ځینې وخت ستاسو لیکل شوی کوډ ستونزه لري او مطلوبه نتیجه نلري، نو تاسو کولای شئ د ستونزې موندلو لپاره ترې پوښتنه وکړئ چې دا کوډ څه ستونزه لري او له ستونزې موندلو وروسته یې ترې د اصلاح غوښتنه وکړئ چې څنګه دا ستونزه اصلاح کړو.

• د پروګرامېنګ مفاهيم زده کول:

همدارنګه تاسو کولای شئ چې د پروګرامینګ یا د یوې مشخصې ژبې د زده کړې لپاره ترې مرسته وغواړئ، مثلاً ترې وپوښتئ چې څنګه پایتون زده کولای شو، ابتدایي مفاهیم یې کوم دي، د بېلګې په ډول موږ چې ریاضي کې خطي الجبر وایو نو د پایتون ژبې کوم مفاهیم باید ورته زده کړو، په همدې ډول نورې پوښتنې.

• تمريني پروګرامونه:

ډېری هغوی چې نوي د پروګرامینګ برخې ته ځي تمریني پروګرامونو ته اړتیا لري، تاسو کولای شئ چې له چټ جي پي ټي تمریني پروګرامونه وغواړئ او خپله ورته کوډ ولیکئ او نتیجه یې سره مقايسه کړئ.

مثال:

موږ له چټ جي پي ټي غواړو چې د پایتون ژبې داسې یو پروګرام ولیکي چې په ورکړل شوې جمله کې د کارول شوي هر توري شمېر وښيي؛ نو کوډ به درته ولیکي او همدارنګه په لیکل شوي کوډ کې به دا هم تشرېح کړي چې هره برخه د څه لپاره کارول شوې ده.

موږ ورته لاندې جمله ولیکله چې د هر توري شمېر یې راته وښيي:

Hello, World!

د پروګرام له رن کېدو وروسته یې ځواب دا ؤ:

{‘h’: 1, ‘e’: 1, ‘l’: 3, ‘o’: 2, ‘w’: 1, ‘r’: 1, ‘d’: 1}

یادونه: دا د چټ جي پي ټي په هکله ابتدايي معلوماتي لیکنې وې چې له تاسو سره شریکې شوې، نور د چټ جي پي ټي د ښه استعمال لپاره بېرته له چټ جي پي ټي وپوښتئ چې پوره واضح معلومات به درکوي.