د ترکیې د دفاع وزارت نن پنجشنبه د جون مېاشتې په ۱۳ مه نېټه د دې هېواد او امریکا د ایف۱۶ ډوله جنګي الوتکو د خرڅلاو په اړه د شوې موافقې لاسلیک کېدو خبر ورکړی دی.

د ترکیې د دفاع وزارت یوې سرچینې فرانسې خبري اژانس ته ویلي، دغه موافقه لاسلیک شوې او د دواړو لوریو استازي پر جزییاتو په خبرو بوخت دي

دا پرېکړه وروسته له هغې اعلان شوه چې واشنګټن تر څو میاشتنیو مذاکرو وروسته د ۲۳ میلیارد ډالرو په ارزښت د دې موافقې په اړه رضایت وښود.

د دې موافقې له مخې به ترکیه له واشنګټن څخه ۴۰ نوې ایف۱۶ ډوله الوتکې رانیسي.