د عامې روغتیا وزارت وايي چې د لوی اختر په رارسېدو سره له تېرو دوه میاشتو راپدیخوا په ټول هېواد کې د کانګو تبې په پېښو کې ۳۸ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د روان کال په لومړیو پېنځه میاشتو کې په ټول هېواد کې د کانګو تبې ۲۰۳ مثبتې پېښې ثبت شوي، چې له کبله یې شپږو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند په وینا، تېر کال د کانګو تبې شاوخوا ۲۴۴ مثبتې پېښې ثبت شوې وې، چې له امله یې څه باندې ۱۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وه.

د کانګو تبه له څارويو څخه انسانانو ته انتقالېږي.