د حماس ډلې لوړپوړي مشر سامي ابو زهري رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي چې دغه غورځنګ په غزه کې د اوربند په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړې هرکلی کوي او په دې اړه خبرو ته تیار دی.

د حماس دغه لوړی پوړی مشر څرګنده کړه چې حماس د اوربند، د اسرائيلي ځواکونو د وتلو او د اسرائيلو په زندانونو کې د فلسطیني بندیانو او د اسرائیلي یرغمل شویو د تبادلې په اړه له پرېکړې سره موافقه لري.

هاخوا، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د حماس غورځنګ دغو څرګندونو ته خوشبینې ښودلې او هغه یې د «هیلې یوه نښه» وبلله.

 په ورته وخت کې سعودي عربستان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د غزې په تړانګه کې د سملاسي اوربند او د یرغمل شویو د تبادلې د تړون په اړه د امریکا لخوا د وړاندې شوې مسودې د تصویب هرکلی کړی دی.