د طالبانو تر کنټرول لاندې د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېر ۱۴۰۲ لمریز کال کې د وزیر محمد اکبر خان په تخصصي روغتون کې ۴۹۵۵۳ د جراحۍ وړیا عملیاتونه یې ترسره کړي دي.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي، د دې جراۍ عملیاتو له ډلې ۱۰۸۰۳ ستر او ۳۸۷۵۰ یې کوچني عملیاتونه دي چې د افغان ډاکټراونو لخوا په وړیا او کامیابه ډول ترسره شوي دي.

د وزارت په اعلامیه کې همداراز راغلي چې په دې روغتون کې همداراز ۲۲۳۴۸۰ ناروغانو ته د (OPD)، ۱۰۵۵۷۰ ناروغانو ته د ارتوپیدي او ۱۴۵۳۹ نورو ناروغانو د (IPD) خدمات وړاندې شوي دي.