[ad_1]

د یونان محکمې هغو نهو تورنو قاچاق وړونکو ته برائت ورکړ چې په مدیترانه کې د کښتۍ ډوبیدو په پیښه کې د سلګونه کسانو په مړینې تورن وو. د کښتۍ ډوبیدنې یاده پیښه تیر کال هغه مهال رامنځ ته شوه چې اروپا ته پر لار سلګونه کسانو یونان ته نږدې په سمندر کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د فرانسې خبري آژانس د سه شنبې په ورځ د می په ۲۱ خبر ورکړ چې د نهو مصري کډوالو محکمه د یونان په سویل لویدیځ کالاماتا محکمه کې پیل شوه. څو ساعته وروسته بیا محکمې ټول تورن کسان بې ګناه و بلل او پر دوې لګیدلي تورونه يي له منځه یووړ.

 دغه مصري کډوال په کښتۍ کې د ۱۰۴ ژوندي پاتي شویو کسانو له ډلې څخه دي او د کډوالو په وژل کیدو کې په بې پروايی، په ناقانونه ډول د کډوالو د لیږد او یوه جرمي ډلې سره په اړیکو تورن دي.

د کښتۍ ډوبیدنې یاده غمیزه د تیر کال په جون میاشت کې هغه مهال رامنځ ته شوه چې یوه کښتۍ چې ۷۵۰ کډوال په کې سپاره ول د یونان جنوب پیلوس ښار ته نږدې په نړیوالو اوبو کې ډوبه شوه او یوازې ۸۲ مړي ترې و موندل شول. په وژل شویو کسانو کې افغان او پاکستاني کډوال هم شامل وو.

نور ولولئ: د یونان اوبو کې د کښتۍ ډوبېدنه: لږترلږه ۷۸ کډوال وژل شوي او لسګونه نور لادرکه دي

تورن کسان چې له ۲۱ څخه تر ۳۷ کلونو عمر لري په پیښه کې له لاس لرل نه مني او د دوې وکیلان د یونان ساحلي ساتونکي په پیښه کې په بې غورۍ تورنوي.

د مصر دغه اوسیدونکي له تیرو ۱۱ میاشتو راهیسې په موقتي زندان کې ساتل کیږي او که چیرې جرم پرې ثابت شي نو ښايي په عمري بند محکوم شي.

دالیا عبدلمګي د تورنو کسانو له ډلې څخه یو دی. د نوموړي ترور چې له ایټالیا څخه د محکمې لپاره یونان ته راغلې فرانس پرس ته ویلي: « وراره مې بې ګناه دی. هغه د یو ښه ژوند په هیله اروپا ته راغلی او مجرم نه دی.»

بل پلو بیا له محکمې یوه ورځ وړاندې سلګونه کسان چې د قربانیانو تصویرونه يي لیږدول، د یونان د پارلمان مخې ته راټول شوي وو او د وژل شویو کسانو لپاره يي د عدالت غوښتنه کوله.

د دغو اعتراض کوونکو له ډلې ۲۲ کلن انضمام مقبول رویټرز خبري آژانس ته ویلي:« له پاکستان څخه د ټولو هغو کسانو کورنۍ چې په سمندر کې ډوب شوي ماته زنګ وهي. پلار، مور، خویندې او میرمنې يي ماته زنګ وهي ( او پوښتنه کوي) چې میړه يي چیرته دی ؟ زما ورور چیرته دی؟ زما د تره زوی چیرته دی؟ زه دوې ته څه ووایم.»

په ورته مهال ګڼو خلکو د تورنو مصريانو په ملاتړ د پارلمان مخې ته لاریون کړی و او دوې يي بې ګناه بلل. لاریون کوونکو د یونان ساحلي ځواکونه د کښتۍ په ډوبیدو کې په بې پروايي تورنول.

[ad_2]

Source link