[ad_1]

د چک جمهوریت چارواکي وایي د انساني قاچاقبرو یوه ۱۴ کسیزه ډله نیولې ده چې ویل کېږي تر ۲۰۰۰ زیات کسان یې له ترکیې څخه اروپایي ټولنې ته لېږدولي دي.

د چک جمهوریت امنیتي ځواکونو د سه شنبې په ورځ، د می په ۲۱مه، خبر ورکړ چې ۱۴ شکمن کسان یې اروپایي ټولنې ته د کډوالو د قاچاق په تور نیولي دي. ویل کېږي چې یادې ډلې له ۲۰۲۱ راهیسې لږترلږه ۲۰۰۰ کسان له ترکیې څخه اروپایي اتحادیې ته انتقال کړي دي.

د چک جمهوریت د پولیسو په سایټ کې له پلان شویو جرمونو سره د مبارزې ادارې د ویاند یاروسلاو ابېهي له قوله لیکل شوي دي که چېرې پر دغو کسانو لګول شوي تورونه ثابت شي، تر ۱۶ کاله پورې د بند سزا ورکول کېدای شي.

پولیسو زیاته کړې ده چې یادې ډلې د خپلو فعالیتونو له درکه لږترلږه دوه میلیونه یورو ګټه ترلاسه کړې ده.

تورنو کسانو له ترکیې څخه کډوال چک جمهوریت او له دغه هېواد څخه بیا د اروپایي ټولنې نورو هېوادونو ته لېږدول. ښاغلي ابېهي ویلي دي چې پولیسو د خپلو عملیاتو په پایله کې ۴۰ زره نغدې پیسې او دوه موټرونه ترلاسه کړي او یو کور یې ضبط کړی دی.

دا هم ولولئ
دریو اونیو کې د چک جمهوریت پولیسو له ۷۰۰ څخه ډیر ناقانونه کډوال نیولي

پر پوله کنټرول

د یادولو ده چې چک جمهوريت د ۲۰۲۳ په نومبر کې د نامنظمو سرحد اوښتنو د مخنيوي په موخه له سلواکيې سره پر پوله کنټرول پیل کړی و. پولنډ او اتريش دوه نور هېوادونه وو چې له سلواکيا سره پر مشترکو سرحدونو د کنټرول د رامنځته کولو اعلان کړی و.

هغه مهال د چک جمهوريت د کورنيو چارو وزير ويت راکوسان ویلي وو چې له سلواکیا سره پر پوله کنټرول ځکه اړين دی چې اروپایي ټولنه پر خپلو باندنیو پولو د مهاجرت د کمولو لپاره مشترک او واحد سیاست نه لري.

آلماني چارواکو په خپل وار سره له چک او یو شمېر نورو هېوادونو سره د امنیتي کنټرول د پیل او د غځولو خبر ورکړی و. د آلمان حکومت ویلي وو چې د دغه کنټرول موخه د غير اصولي مهاجرت محدودول او د کډوالۍ سره تړلي قاچاق سره مبارزه کول دي.

دا هم ولولئ
پولنډ او چک د سلواکيې سره سرحدي کنټرول تمديد کړ

[ad_2]

Source link