[ad_1]

د رسنيو د راپورونو له مخې روسيه او سپينه روسيه يو ځل بيا مخ په ډېرېدونکې توګه و لوېديځي اروپا ته د مهاجرو بهير رهنمايي کوي. په دې ترڅ کې مهاجر د آلمان پر لور هم استول کيږي.

د آلمان د «زيوډ ډويچه څايټونګ» او په همدې راز د WDR او NDR رسنيو د چارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۴ کال د می ۲۲ نېټه) يو راپور خپور کړ. په دغه راپور کې راغلي دي چې روسيه او سپينه روسيه پر دې کار کوي چې يو ځل بيا مخ په زیاتېدونکې توګه اروپا ته مهاجر رهنمايي کړي.

په ياد راپور کې راغلي دي چې دواړه هيوادونه د نړۍ له بې وزلو او بحران ځپلو سيمو څخه مهاجر راجلبوي چې بيا يې د اروپايي هيوادونو پر لور قاچاق کړي. په راپور کې راغلي دي چې له دې کبله د مهاجرت پر اړوندو لارو په تيرو مياشتو کې اروپا ته هم د مهاجرو راتګ زيات شوی دی. زياته شوې چې د آلمان سرحدي پوليسو په تيرو مياشتو کې د مهاجرو د رارسېدنې جګې شمېرې ثبت کړي دي.

له مارچ څخه د مهاجرو د راتګ زیاتېدنه

په راپور کې راغلي دي چې د آلمان فدرالي پوليس چې د سرحد ساتنې وظايف هم په غاړه لري، پر سرحد د مهاجرو د راتګ شمېرې خپرې کړي دي. د دغو شمېرو له مخې د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ او فبرورۍ مياشتو پورې لا د مهاجرت پر اړونده لاره د ثبت کېدونکو مهاجرو شمېر د ورځې تر ۳۰ لا راکم شوی و. په وينا يې خو د مارچ په پېل کې دغه شمېر په ورځ کې يو دم ۴۱۲ کسانو ته جګ شو، په اپريل کې ۷۶۰ او د می مياشتې نيمايي کې لا ۴۱۶ ته جګ شو.

ويل شوي چې د پولنډ سرحد ساتونکو چارواکو هم په ياده موده کې د مهاجرو د ورتګ زيات شمېر ثبت کړی دی. دا هغه مهاجر دي چې له بېلاروس څخه پولنډ ته داخل شوي. امنيتي حلقې په دغه مورد کې د جګړې پر مخ بيولو له غبرګې ستراتيژۍ څخه کوي. مقصد يې پر اوکراين د روسيې لخوا يرغل او له کبله يې د لوېديځ او اروپايي اتحاديې سره رامنځته شوی د اړيکو بحران دی. لوېديځ هيوادونه د اوکراين ملاتړ کوي او ورته د نورو مرستو تر څنګ تسليحاتي مرستې هم رسوي.

د شمېرې تر شا يو سيسټم او نظام

د آلمان د رسنيو په راپور کې راغلي چې عموما د موسم د سمېدو او د دوبي په رارسېدو سره د مهاجرت پر لارو د مهاجرو شمېر زياتيږي، خو امنيتي چارواکو د روسيې او سپيني روسيې په مورد کې يو سيسټم ويني. داسې سيسټم چې د دوبي د موسم پرته د مهاجرت پر لارو د مهاجرو د شمېر د زياتېدو لامل دی. د مهاجرو شمېر د ماسکو او د سپيني روسيې د مينسک له لارې زيات شوی دی. د راپور په حواله تحقيق ښودلې ده چې د لوېديځ پر لور د مهاجرت پر لارو ثبت شوو تر نيمايي څخه زياتو مهاجرو سره د روسيې ويزه وي چې د هغوی په هيوادونو کې يې له روسي بهرنيو نمايندګيو څخه ترلاسه کړې وي.

راپور د امنيتي حلقو په حواله ليکلي چې روسيه په بعضو هيوادونو کې په قصد سره په آسانۍ سره وګړو ته ويزې ورکوي چې په دې توګه مهاجر راجلب کړي. زیاته شوې چې دغه روسۍ ويزه لرونکي بيا زیات وختونه د روسيې ماسکو يا سانت پېترسبورګ ښارونو ته الوتنه کوي او بيا د سپينې روسيې پر لاره اروپايي اتحاديې ته د ځان رسولو هڅه کوي.

په راپور کې د المان د کورنيو چارو د وزارت د ویاند په حواله ويل شوي چې د مهاجرو د شمېر زیاتېدنه د نورو لاملونو تر څنګ «د موسم بهتره کېدل او د سپيني روسيې سره په ارتباط» لاملونه لرلای شي.

آ./ا.ا.

[ad_2]

Source link