[ad_1]

د فنلنډ محافظه کار حکومت د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ، د هغه قانون مسوده یې چمتو کړې چې له مخې به یې د دغه هېواد پوله ساتي ځواکونه اجازه ولري د فنلنډ له پولې څخه کډوال په شا وتمبوي. هلسینکي وایي چې دا مسوده یې له روسیې څخه فنلنډ ته د اوښتونکو کډوالو د څپې د مخنیوي لپاره چمتو کړې ده.

وروسته له هغه چې د تېر مني په جریان کې له روسیې څخه تر ۱۰۰۰ زیاتو کډوالو له ویزې پرته ځانونه د فنلنډ خاورې ته ورسول، د دغه هېواد لومړي وزیر پیتري اورپو د سه شنبه په ورځ، د می په ۲۱مه، وویل چې د مهاجرو د څپو د مخنیوي لپاره نويو قانوني اختیاراتو ته اړتیا شته.

د روسیې او فنلنډ ترمنځ ګډه پوله ۱۳۴۰ کیلومتره اوږدوالی لري. هلسینکي مسکو په دې تورنوي چې په پلان شوي ډول یې کډوال اروپایي ټولنې ته تګ ته هڅولي دي، خو روسي چارواکي بیا دا ادعا ردوي.

فنلنډ د ۲۰۲۳ په نومبر میاشت کې له روسیې سره خپله پوله وتړله. فنلنډي چارواکو د اپریل په پیل کې ویلي وو چې یاده پوله به «تر امر ثاني پورې» تړلې وي. لومړي وزیر پیتري ارپو ټینګار کړی دی چې د دغه قانون موخه له کډوالو څخه د ابزاري ګټې د اخیستلو مخنیونه او «پر فنلنډ د وارد شوي فشار سره مبارزه» ده.

دا هم ولولئ
فنلنډ وايي زرګونه کډوال د روسیې له خاورې يي پولو ته د اوښتو هڅه کوي

 د فنلنډ او روسیې ترمنځ ویرولاتي پوله، د ۲۰۲۴ د جنورۍ ۱۴. انځور: رویترز
د فنلنډ او روسیې ترمنځ ویرولاتي پوله، د ۲۰۲۴ د جنورۍ ۱۴. انځور: رویترز

پناه غوښتنلیکونه نه منل کېږي

په یاده مسوده کې راغلي دي چې فنلنډ صلاحیت لري د بې اسناده کډوالو د ورتګ د مخنیوي لپاره په ځینو سرحدي سیمو کې حداکثر د یوې میاشتې لپاره د پناه غوښتنلیکونو له منلو ډډه وکړي. د قانون د مسودې له مخې، یوازې ځینې مهاجر لکه ماشومان او معلومان کولی شي چې د پوله ساتو ځواکونو د تایید په صورت کې یادو سیمو کې د پناه غوښتنه وکړي.

د فنلنډ د کورنیو چارو وزارت د قضایي چارو مسولې سانا پالو ویلي دي چې «پاتې کسانو ته به هدایت ورکړل شي چې له فنلنډ څخه ووځي او که اړتیا وي نو د هغوی د شړلو لپاره به له زور څخه کار واخیستل شي».

حکومت دا هم ویلي دي چې هغه کډوال چې «ترې ابزاري ګټه اخیستل شوې» او فنلنډ ته داخل شوي سمدلاسه له فنلنډ څخه شړل کېږي. چارواکو زیاته کړې ده چې حکومت صلاحیت لري چې «استثنایي وضعیت» ته په کتو سره او د یو بهرني هېواد له خوا د فنلنډ ملي حاکمیت او امنیت ته د ګواښ د پېښولو په تړاو د «موجه شک» په صورت کې تصمیم ونیسي.

دغه تصامیم باید د فنلنډ د ولسمشر له خوا تایید شي.

انځور: ګوګل مپز
انځور: ګوګل مپز

بل پلو بیا د دې مسودې مخالفان یاد قانون له نړیوالو تړونونو او د فنلنډ اساسي قانون کې د بشري حقونو په تړاو له درج شویو ضمانتونو سره په ټکر کې بولي. د فنلنډ د قضایي چارو مستشار توماس پویستي، چې د حکومت د تصامیمو د مشروعیت د بررسي کولو دنده لري، د می میاشتې په پیل کې ویلي وو چې له همدې وجې د دغه قانون عملي کول سخت دي.

د دې مسودې د تصویب لپاره د فنلنډي استازو د رایو اکثریت ته اړتیا ده.

دا هم ولولئ
فنلنډ: له روسیې سره پر پوله د هرکلي له مرکزونو څخه لسګونه کډوال لادرکه شوي

[ad_2]

Source link