په افغانستان کې د وطن‌پرستۍ او ملي دریځ مفهوم تل د اصولو، ثبات او تاریخي حافظې له چینو تغذیه شوی دی. رښتیني وطن‌پرستان هغه کسان دي چې د پاکستان د هر ډول تېري پر وړاندې یو روښانه او ثابت دریځ لري او د “ښه” او “بد” تر منځ هېڅ توپیر نه کوي. په مقابل کې مرتجع دریځونه تل هڅه کوي چې د پاکستان ځینې بریدونه مقدس، د توجیه وړ او ځینې نور مردود وښيي، داسې چلند د ملي ګټو او تاریخي حقایقو سره په ټکر کې دی.

پاکستان؛ د مصنوعي جوړښت او صادراتي افراطیت تاریخ

افغان ملتپاله جریانونه په ښه توګه پوهېږي چې پاکستان د استعماري قدرتونو یو مصنوعي جوړښت دی. له خپل بنسټ څخه یې د افغانستان یوه لویه تاریخي جغرافیه اشغال کړه او وروسته یې په پرله‌پسې ډول په افغانستان کې مذهبي افراطیت صادر کړ. دا صادرات په بېلابېلو پړاوونو کې راڅرګند شول: د مجاهدینو د مرحلې له پېچلو اړیکو نیولې، تر طالبانو پورې او بیا د داعش تر ظهوره پورې.

د افراطیت د صادرېدو هر پړاو، هره جګړه، هره مذهبي پروژه او هر نیابتي حرکت په مستقیمه یا غیر مستقیمه توګه د پاکستان د امنیتي ادارو له پالیسو سرچینه اخیستې. د دې پروژو پایله تل د افغانانو مرګ، ورور وژنه، کورنۍ جګړې او د دولتونو کمزوري کېدل پاتې شوي دي.

د پاکستان د نیابتي ډلو لنډمهاله شخړې د قدرت د بقا لپاره وې

هغه ډلې چې په افغانستان کې واک ته رسېدلي، تل یې د واک د ترلاسه کولو لپاره ځان د پاکستان خدمت ته چمتو کړی دی. د دې ډلو اړیکه له پاکستان سره یوازې یوه ستراتیژیکه وسیله وه، نه د دین، نه د عقیدې او نه د ملي ګټو معامله؛ بلکې د قدرت د بقا لپاره یوه معامله وه.

ډېر کسان فکر کوي چې کله – کله د پاکستان او د هغه اړوندو ډلو تر منځ اصطکاک رامنځته کېږي، دا ښايي د افغانستان په ګټه وي. خو واقعیت داسې نه دی.

کله چې مجاهدینو په افغانستان کې واک ترلاسه کړ، همدغه ډلې چې د پاکستان په مرسته واک ته رسېدلې وې د واک پر سره په کړکېچ واوښتې او پاکستان هم د دغه کړکېچ برخه وه، چې لنډمهاله بدبینۍ یوازې د قدرت پر سر رامنځته شوې وې، نه د افغانستان د ملي موضوعاتو پر سر.

له دې وروسته چې کله طالبان واک ته ورسېدل، د هغوی له منځه ځینې کړۍ د عربي نړۍ څخه د تمویل غوښتونکې وې. د همدې لپاره د پاکستان سره لنډمهاله تربګنۍ ایجاد شوې؛ خو هېڅکله د افغانستان د ملي حاکمیت لپاره نه وې.

د طالبانو او پاکستان تر منځ اوسنی کړکېچ هم د پاکستان د کورني امنیت د بقا مساله ده، نه د افغانستان د ملي حاکمیت او د افغانانو د ښې راتلونکې لپاره.

ملتپال په ښه ډول دا درک کوي چې له پاکستان سره د دغو ډلو لنډمهاله شخړې هېڅکله د افغانستان په ګټه نه وې. دا شخړې یوازې د پاکستان د فشار د مدیریت او د واکمنو ډلو د داخلي سبقت د جګړې برخه وه. هر ځل چې دوی کمزوري شوي، پاکستان پر هغوی فشار زیات کړی او هر ځل چې یې اړتیا پېدا کړې، دوی ته یې زمینه برابره کړې ده.

اوسنی وضعیت: ولس له لومړنیو حقونو بې‌برخې او د دفاع وړ دریځ نه لري

په اوسني وضعیت کې د افغان ولس حالت د اندېښنې وړ دی. ولس په نظام کې هېڅ ګډون نه لري، اساسي حقوق یې له منځه تللي، د زده‌کړو دروازې پرې تړل شوي او د بیان ازادي زندۍ شوې ده. په داسې شرایطو کې له ولسه دا تمه کول چې د حاکمې ډلې ترڅنګ په یو صف کې ودرېږي، له واقعي نړۍ څخه لرې توقع ده. هغه ولس چې غږ نه شي کولی، خپل حق نه شي غوښتلای او د ژوند له اساسي اړتیاوو بې‌برخې دی، څنګه کولای شي د داسې ډلې ملاتړ وکړي؟

هو، افراد او سیاسي ډلې کولای شي فکر بدل کړي. یو څوک افراطي کېدای شي او بېرته ملتپال کېدای شي. خو دا بدلون یوازې هغه وخت د باور وړ دی چې عملي ثبوت ولري. یوازې احساساتي شعار، د وطن‌پرستۍ ادعا او د خلکو د احساساتو کارول بسنه نه کوي.

د بدلون اساسي شرط دا دی چې له پاکستان سره د پخوانیو اړیکو ښکاره غندنه وشي. باید په ښکاره ومنل شي چې د پاکستان ټول تېري — له مجاهدینو تر طالبانو او تر اوسنیو یرغلونو پورې — د افغانستان پر ضد عمل و. تر هغه چې دا غندنه ونه شي، ادعاوې یوازې ادعاوې پاتې کېږي.

ثابت اصول؛ د وطن‌پرستانو یوازینی معیار

وطن‌پرستان د پاکستان هر ډول تېری غندي؛ که په ۷۰مو کې وي، په ۹۰مو کې، که په ۲۰۰۰مو کې وي، که مستقیم یرغل وي یا د نیابتي ډلو له لارې. د دوی لپاره د “ښه” او “بد” تېري توپیر نه لري، ځکه تېری، تېری دی، که هر ډول وي او که هر کله وي.

دا اصولي دریځ د وطن‌پرستۍ ریښه ده. داسې دریځ چې د وخت، شرایطو او سیاسي مصلحتونو په بدل کې نه بدلېږي. ملتپال د خپلې خاورې د دفاع لپاره له اصولو نه تېرېږي، شاتګ نه کوي او تېری د تېري په نوم یادوي؛ نه یې سپینوي، نه یې توجیه کوي.

افغانستان له ډېرو سختو تاریخي پړاوونو تېر شوی، خو یوه خبره ثابته پاتې شوې ده: هغه دریځ چې د پاکستان د هر ډول تېري ښکاره او اصولي غندنه کوي، هغه ریښتینی ملتپال دریځ دی.

تر څو چې موږ د تېر د غندنې جرئت، د راتلونکي د تعریف توان او د ملي ګټو پر محور د یووالي اراده ولرو؛ راتلونکی به روښانه تعریفولی شو، خو که تېر تېری مقدس او اوسنی مردود ګڼو دا یوازې د ځان تېر ایستنې په معنا ده.