‏کابل – د طالبانو د مشر د حکم پر بنسټ او د اترا ادارې د مسوولانو له ناستې وروسته، په ټول افغانستان کې د نوري فایبر کرښې او د یو شمېر مخابراتي شبکو انټرنیټي خدمات قطع شوي دي. د راپورونو له مخې، اوس مهال له هېڅ شبکې سره اړیکې نه نیول کېږي او د انټرنیټي خدمتونو کاروونکي له جدي ستونزو سره مخامخ شوي دي.

‏د پرېکون لاملونه تر دې دمه په رسمي ډول نه دي روښانه شوي، خو د مخابراتي سکتور اړوند سرچینې وايي چې دغه ګام د لوړو مقاماتو په مستقیمه لارښوونه ترسره شوی دی.