د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د افغانستان د وضعیت په اړه یوه مهمه پرېکړهلیک مسوده تصویب کړه. دا مسوده د ۱۱۶ هېوادونو له خوا تایید، د ۲ هېوادونو (امریکا او اسراییل) له خوا رد، او ۱۲ نورو ممتنع رایه ورکړه.
په پرېکړهلیک کې په افغانستان کې د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو حقونو نقض ته اندېښنه ښودل شوې او یو ځل بیا له طالبانو غوښتنه شوې چې ټولګډونه حکومت جوړ کړي.