لیکوال: شهزاد آریوبي – په پراګ کې د افغانستان سفیر


نن سبا نړۍ ډېره په چټکۍ بدلېږي او په دې چټک بدلون کې اوس مصنوعي ځيرکتیا یوازې تر ټکنالوجیکو شرکتونو پورې محدوده نه، بلکې د معاصرې دیپلوماسۍ په یوې مهمې برخې بدله شوې ده. د ارتباطاتو له آسانتیا نیولې تر د بحرانونو د مدیریت او حتی نړیوالو مذاکراتو پورې، ټولو کې د مصنوعي ځیرکتیا لرونکې ټکنالوجۍ په ډېره چټکۍ د دیپلوماسۍ په چارو کې بدلون راوړي.
د دې تحول په لومړۍ کرښه کې OpenAI‌ پرمختللی د ژبې موډل راځي. دا یو قوي مثال دی چې مصنوعي ځيرکتیا څنګه دیپلوماتیکې هلې ځلې پیاوړې کولای شي. دا بالخصوص هغو مخ پر ودې هیوادونو سره ډېره مرسته کولای شي چې د بدلون او بیارغونې په دې وخت کې له نړیوالې ټولنې سره پر تعامل کار کوي.

په دیپلوماسۍ کې د مصنوعي ځیرکتیا مخ پر ودې ونډه
دیپلوماسي په ارتباطاتو، مذاکراتو او کلتوري تفاهم ولاړه ده او مصنوعي ځیرکتیا دې برخو کې د پام وړ وده راوړلای شي. د همزمانه ژباړې، د احساساتو تحلیل، د ډېټا تجزیه او تحلیل او د پالیسیو موډل جوړونه، د مصنوعي ځیرکتیا هغه موډلونه دي چې له دیپلوماتانو سره په دې برخو کې مرسته کولای شی:

  • د کلتوري توپيرونو دقیق تفسیر؛
  • په عمومي افکارو او نړیوالو احساساتو کې د بدلون پېژندنه؛
  • په بېلابېلو ژبو او پلټفارمونو کې د نړیوالو رسنیو څارونه؛ او
  • په لا ‌ډېر ښه ډول د پالیسیو د اسنادو جوړونه، رغونه او شننه.
    د ChatGPT په څېر موډلونه د ډيالوګ په چمتو کولو، تاریخي او کلتوري شالید موندلو او چټکې څېړنې په کولو سره، د دیپلوماتیک تعامل او اړیکو کیفیت او چټکتیا لوړوي.

د دیپلوماتانو بل نسل
دې پرمختګونو ته په کتو په نړۍ کې ځینې سازمانونه د ځینو پروګرامونو روزنه ورکوي، مثلاً دا چې «د مصنوعي ځيرکتیا لرونکې ټکنالوجۍ دیپلوماسۍ کې څنګه بدلون راوړي؟». دا پروګرامونه ورځ په ورځ د پخوانیو مجربو او نویو ګومارل کېدونکو دیپلوماتانو لپاره اړین کېږي.
په دې برخه کې د زده‌کړې مهمې ساحې دا دي:

  • د منصوعي ځیرکتیا په قوتونو او محدودیتونو پوهېدل؛
  • په دیپلوماسۍ کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې اخلاقي اړخونه؛
  • عملي کارونې: مذاکرات، د بحران مخنیوی، د رسنیو څارو او د ډېټا پر اساس د پالیسي پرېکړې؛ او
  • په سفارتونو او بین المللي سازمانونو کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارېدنې بېلګې.
    اوسنۍ نړیوالې دیپلوماسۍ کې د مصنوعي ځیرکتیا کارېدنې ته په کتو، که دیپلوماتان موثریت غواړي، د مصنوعي ځيرکتیا په اصلي مهارتونو باید ځان پوه کړي.

مصنوعي ځيرکتیا بالخصوص مخ پر ودې هیوادونو ته ولې ارزښت لري؟
نړۍ کې درزونه په پراخېدو دي، جیوپولټيکي کشمکشونه را پورته کېږي او دیپلوماسي له ننګونو سره مخ ده، په داسې وخت کې باید هیوادونه هم خپله د بهرني سیاست زېربنا عصري کړي. مخ پر ودې هیوادونه چې د ملت په توګه د خپل نړیوال حضور بیارغونې جدي هڅې کوي، دا عصري کول ورته جدي او بېړنۍ اړتیا ده.
د مصنوعي ځیرکتیا ټکنالوجۍ دا ستراتيژيک امتیازات ورکولای شي:

  • د محدودو سرچینو لرونکو سفارتونو ته د لږ لګښته وسایل؛
  • د سیاسي او جغرافیايي واټن کمولو لپاره له لرې ځایه د همکارۍ پلټفارمونه؛ او
  • د ډېټا پر اساس داسې اټکلونه چې په نازکو حالاتو کې د وړاندې تګ بهرنۍ پالیسي ملاتړ کوي.
    که هیوادونه خپل دیپلوماتان د مصنوعي ځیرکتیا د ټکنالوجۍ په برخه کې وروزي، د استازو داسې نوی نسل به رامنځته کړي چې نړۍ سره به په خبره ښه پوهېږي، ښه به چمتو وي او کلتوري ریښې به ولري. دوی به یویشتمې پېړۍ د نړیوالو اړیکو د پېچلتیاو د پېژندلو او حل ښه وړتیا ولري.

په دیپلوماسۍ کې د مصنوعي ځيرکتیا اخلاقي کارونه
مصنوعي‌ ځیرکتیا که څه هم ستره وړتیا او پوتانشیل لري، خو په کارولو کې یې باید اخلاقي اړخونو ته هم پام وشي. د الګوریتمونو پلوي، د ډېټا خوندیتوب، محرمیت او د معلوماتو د ناوړه کارونې مخنیوي لپاره د متفکرانه مقرراتو او مسوولانه رهبرۍ اړتیا ده.
مصنوعي ځیرکتیا د انساني پوهې بدیل نه، بلکې یو قوي متمم دی. دیپلومات که ښه روزل شوی وي او تجربه او کلتوري درک ولري؛ نو ښې پرېکړې کولای ، ډيالوګ پراخولای او په پوره درناوي د خپل ملت استازیتوب کولا شي.

څه باید وشي؟
دیپلوماسي ډیجیټل دورې ته ننوتې ده. اوس چې کوم هیوادونه د منصوعي ځيرکتیا په ظرفیتونو پانګونه کوي، هغوی به نړیوال اغېز او نوښت کې تر نورو مخکې وي. مخ پر ودې هیوادونو لپاره دا یوازې یوه څپه نه ده، بلکې یو بېساري فرصت دی چې په نړیوالو اړیکو کې خپل ځای پيدا کړي. دا کار نورو پسې په تګ نه کېږي، بلکې طریقه یې دا ده چې د منصوعي ځیرکتیا په اغېزناک، اخلاقي او ستراتیژيک استعمال خپل راتلونکی جوړ کړي.
په نننۍ نړۍ کې ټکنالوجي د جیوپولټيک په بڼې بدلولو او جوړولو کې مهمه ونډه لري. داسې وخت کې که دیپلوماتان په منصوعي ځیرکتیا پوه شي، دوی به د سولې، مشارکت او پرمختګ معماران وي.
کوم مخ پر ودې هیوادونه چې نوښتونه، پر مهارتونو پانګونه او ډیجېټل کېدو خوا ته تګ ردوي، هغوی ښایي وروسته پاتې شي او څوک چې دا برخې مني او کار پرې کوي، هغوی به راتلونکی جوړوي.

ماخذونه:

۱. OpenAI. ۲۰۲۴ پر نړیوالو اړیکو او پالیسۍ د ژبنیو ماډلونو د اغېز ارزونه. https://www.openai.com
۲. د ملګرو ملتونو د روزنې او څېړنې انسټیټیوټ (UNITAR). (۲۰۲۳). د دیپلوماسۍ لپاره مصنوعي ځیرکتیا: د نړیوالۍ حکومتولۍ او مذاکراتو لپاره د AI ګټه اخیستنه.
۳. نړیوال دیپلوماتیک فورم. (۲۰۲۴). د کورس لنډیز: څنګه د مصنوعي ځيرکتیا پر بنسټ ټیکنالوجي د دیپلوماسۍ بڼه بدلوي . https://www.gdforum.org
۴. د بروکینګز انسټیټیوټ. (۲۰۲۳). مصنوعي ځيرکتیا او بهرنی سیاست: د ډیجیټلي دورې لپاره د دیپلوماټانو چمتو کول.
۵. د نړیوال اقتصاد فورم. (۲۰۲۳). د مصنوعي ځيرکتیا مدیریت او اخلاقيات: د نړیوالو اړیکو لپاره یې پایلې.