‏یوشمېر سرچینو راپور ورکړی دی چې د طالبانو یوه غړي په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر (یوناما) پر کارکوونکو ډزې کړې دي.

‏دغه پېښه د دوشنبې په شپه د فبرورۍ په ۲ مه نېټه رامنځته شوه چې په پایله کې یې د یوناما یو کارکوونکی ټپي شوی او بریدګر طالب هم لمنځه تللی دی.

‏د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع، دا پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې د ملګرو ملتونو د استازولۍ په انګړ کې د ډزو له امله یو طالب وژل شوی او د یوناما یو کارکوونکی «سطحي ټپي» شوی دی.

‏ځینو سرچینو بیا د ملګرو ملتونو ټپي شوی کارکوونکی د نیپال تبعه بللی چې په دې سازمان کې یې د امنیتي سرتیري دنده ترسره کوله.

‏په ورته وختدکې یوناما هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د طالبانو ساتونکي د دې پېښې مسوول دي او په دې اړه څېړنې روانې دي.

‏د ویلو ده چې یوناما هم په دې پېښه کې د یو کس د وژل کېدو او د یو بل د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.