‏د تېر جمهوري نظام د دفاع سرپرست وزیر شاه محمود میاخېل ویلي، چې پاکستان تل افغانان او نړۍ په دوه مخي سیاست تېر اېستلي دي.

‏هغه د پاکستان هوایي بریدونو ته په غبرګون کې وایي، پاکستان له یوې خوا له طالبانو سره خواخوږي ښکاره کوي، خو له بلې خوا پرې بریدونه کوي.

‏میاخېل زیاتوي، پاکستان هم مخالف او هم موافقې ډلې کنټرولوي، څو خپلې ګټې ترلاسه کړي.