‏د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ د پاکستان هوايي بریدونو ته په غبرګون کې ویلي که چېرې دغه بریدونه تایید شي نو ممکن طالبان به ورته غبرګون وښيي.

‏زلمي خلیل زاد په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي دي چې دواړه هېوادونه د شخړو پر ځای یوې واضح موافقې ته اړتیا لري، چې تضمین وکړي دواړه هېوادونه خپلې خاورې د یو بل پر ضد د ګواښ لپاره نه کاروي.

‏نوموړي په ورته وخت کې کابل ته د پاکستان ځانګړي استازي سفر ته په اشارې ویلي چې ایا د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر به نوموړي ته اجازه ورکړي چې د شخړو د حل لپاره مذاکرات پیل کړي؟

‏دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني جېټ الوتکو نن سه شنبه ناوخته په پکتیکا او خوست ولایتونو کې ځینې اهداف په نښه کړي دي.

‏د طالبانو دفاع وزارت دغه بریدونه تایید کړي او ویلي دي چې په دې بریدونو کې عام خلک په نښه شوي دي.