پخواني ولسمشر حامدکرزي په افغانستان کې د طالبانو له لوري د افغان نجونو او ښځو پر طبي زده کړو بندیز ته په اشارې وايي چې دغه اقدام به افغان ښځو او ټولنې ته یو ستر خنډ رامنځته کړي.
حامدکرزي په خپله ټوېټر پاڼه کې لیکلي دي چې دا بندیز په داسې حال کې لګېدلی چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ښځې او میندې د روغتیایي ستونزو له سختو مشکلاتو سره مخ دي، او د ښځینه متخصصینو نشتون به د دې ستونزو د لا زیاتېدو لامل وګرځي.
نوموړي یوځل بیا ټینګار کړی دی چې د هېواد د پرمختګ یوازینۍ لار د تعلیم او زدهکړو ترویج دی.
پخواني ولسمشر څرګنده کړې چې افغانستان هغه مهال کولی شي له بهرنیو مرستو بېنیازه کېدای شي، چې ټولنې ته د متخصصو او روزل شویو بشري منابعو زمینه برابره شي.
حامدکرزي د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غوښتي چې افغان نجونو او ښځو پر وړاندې لګېدلي محدودیتونه لرې کړي.