‏ځايي سرچينو خبر ورکړی چې د شنبې په ورځ د ماسپښين څلور بجې د خوست ولايت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د افغان پوله ساتو ځواکونو او پاکستاني لوري تر منځ نښته شوې او لا هم دوام لري.

‏سرچينه زياتوي چې په دې نښته کې د دواړو لوریو ترمنځ درنې وسلې هم کارول شوي دي، خو تر دې دمه د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.

‏طالب او پاکستاني چارواکو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

‏دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د چهارشنبې په ورځ هم په همدې سیمه کې د طالب او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته شوې وه.