د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د عبدالقیوم شینواري په نوم یو افغان وګړید هروئینو د قاچاق په تور په مکه کې اعدام شوی دی.
د دې وزارت په وینا، د عبدالقیوم شینواري د اعدام حکم د شنبې په ورځ، د سنبلې په لسمه نېټه، عملي شوی دی.
د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې ویلي عبدالقیوم شینواري، ډېره انداه هروئین سعودي عربستان ته قاچاق کړې و.
په اعلامیه کې ویل شوي چې متهم په ځانګړې محکمې کې په خپل جرم اعتراف کړی و.
د بخښنې نړیوال سازمان د کلنۍ څېړنې له مخې، سعودي عربستان په ۲۰۲۲ کال کې لږ تر لږه ۱۹۶ کسان اعدام کړي دي، چې دا په تېرو ۳۰ کلونو کې تر ټولو لوړه کچه ده.