‏سرچینې وایي چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر، هاکان فیدان، له امیرخان متقي سره له لیدنې ډډه کړې ده.

‏د معلوماتو پر بنسټ د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له کامرون څخه د بیرته ستنېدو پر مهال په ترکیه کې تم شو او غوښتل یې د دې هېواد له ځینو چارواکو سره وګوري خو ترکي چارواکو له نوموړي سره له لېده کاته ډډه کړې ده.

‏دپلوماټیکې سرچینې تاییدوي چې ترکیه، سره له دې چې په کابل کې یې خپله سفارتخانه پرانیستې ساتلې، خو له طالبانو سره د اړیکو پراخولو لپاره کومه علاقه نه لري او دا تعاملات په مجبوریت ترسره کوي.

‏طالب چارواکو او د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

‏دا په داسې حال کې ده چې امیرخان متقي ته د اسلامي همکاریو سازمان غونډه کې د ډله اییزو عکسونو اخېستو کې هم د ګډون احازه نه وه ورکړل شوې.