‏د ملي مقاومت جبهې مشر، احمد مسعود، ویلي چې دا جبهه به په هر ډول شرایطو او خنډونو کې به طالبانو ته ماته ورکړي.

‏احمد مسعود، سي‌ان‌ان سره په مرکه کې ویلي دي چې د ملي مقاومت جبهه د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې ۵۰۰۰ ځواکونه لري او یوازې د جنورۍ میاشتې څخه تر اوسه پورې د طالبانو پر ضد ۲۰۷ عملیات ترسره کړي دي.

‏احمد مسعود زیاته کړې چې دوی د اوږدې مبارزې لپاره چمتو دي او د دوی جکړه یوازې د طالبانو پر وړاندې جګړه نه ده، بلکې د خپل ملت د روح او راتلونکي لپاره مبارزه ده.

‏د مقاومت جبهې مشر څرګنده کړه چې طالبان ښايي وسلې ولري، خو د خلکو ملاتړ نه لري او تاریخ ښودلې چې د خلکو ملاتړ تر هر څه قوي دی.

‏د ملي مقاومت جبهې مشر ویلي دي چې یادې جبهې په تېرو درې کلنو کې له لږ بهرني ملاتړ سره خپل نفوذ لا پراخ کړی دی.