‏یوه سرچینه وايي چې ځینې هېوادونو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د قونسلګرۍ فعالیتونو په اړه د استولي لیک په ځواب کې ویلي چې طالبان خپله یو مشروع نظام نه‌دي.

‏د دې سرچینې په وینا، طالبانو لږ تر لږه ۱۳ هېوادونو، په شمول د ځینو غربي هېوادونو، ته یو رسمي لیک استولی چې په کې یې د افغانستان د سفارتونو قونسلګرۍ خدمات، چې اوس د پخواني حکومت له خوا اداره کېږي، غیر معتبر بللي. په ځواب کې، ځینې هېوادونو ویلي چې طالبانو خپله مشروعیت نه‌لري او د لیک په اړه یې لا تر اوسه ځواب نه‌دی ورکړی.