‏د امريکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن، مرستيالې او د ډيموکراتانو ګوند راتلونکې ولسمشريزې نوماندې، کاملا هرېس، يوه افغانه امريکايۍ نسرين بارکزۍ د مسلمانانو او عربانو د چارو پرمخ بېولو په هدف د خپلې سلاکارې په توګه وټاکله.

‏د امریکایي رسنیو د معلوماتو پر بنسټ نسرينه بارکزۍ تر دې وړاندې په سپينه ماڼۍ کې د مسلمانانو، عربو او د غزې سره تړلو موضوعاتو په برخه کې دنده ترسره کوله، خو اوس د ولسمشرۍ لپاره د يوې نوماندې د ارشدې سلاکارې په توګه ټاکل کېدل یې په امريکا کې بحثونه راپورته کړي دي.

‏نسرينې بارکزۍ ان بي سي نيوز ته ویلي دي ویاړي په چې له مرستيالې ولسمشرې سره په ټيم کې د ټاکنو د پراخو موضوعاتو لکه ډيموکراسۍ، د مېندوارۍ حقونو او په مسلمانانو او عربانو پورې تړلو موضوعاتو باندې کار کوي.