‏د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) راپور ورکړی چې په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه خلک له سخت بشري بحران سره مخ دي.

‏په دې راپور کې ویل شوي چې ۱۲.۴ میلیونه خلک له غذایي ناامنۍ سره مخ دي او ۴۸ سلنه خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

‏اوچا دا هم ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې بشري مرستې د تېرو کلونو په پرتله ۲۵ سلنه کمې شوې دي.