‏د ایران کاشان ښار د اصنافو د اتحادیې مشر اعلان کړی چې د افغانانو ته د دکانونو کرایه کول منع شوي او قانوني پیګرد به ولري.

‏دا بندیز هغه افغانان هم شاملوي چې قانوني اسناد لري او هم بې اسنادو مهاجرین. په ورته وخت کې، ایران په تېرو میاشتو کې د افغان مهاجرینو په زور ویستلو پروسه چټکه کړې ده، چې د بشري حقونو سازمانونه یې غندي.