‏لیکنه: فضل محمود فضلي – د جمهوري نظام د چارو ادارې رییس

د افغانستان اوږد کړاو، چې له جګړو او بحرانونو ډک دی، علت یې یوازې بهرنۍ لاسوهنې یا کورنۍ شخړې نه دي؛ بلکې د مشرتابه او مشروع سیاسي پروسې تشه یې اصلي جرړه ده. د دغې تشې په نتیجه کې نه یوازې بهرنیو لاس وهونو او د لویو قدرتونو جیوپولټیکي لوبو ته زمینه برابره شوې ده، بلکې داخلي تضادونه او ملي بي باوري یې هم لوړې کچې ته رسولې ده، سره لدې چې یاد لاملونه یو بل سره ځنځیري اړیکه لري، خو دغه لیکنه د سیاسي رهبرۍ او مشروع سیاسي پروسې د تشې پر علتونو، اغېزو او حل‌لارو تمرکز کوي.

‏په ګڼو ناستو او ټولیزو رسنیو کې د سیاسي رهبرۍ په اړه څو عامې تمې چې د یو شمېر افغان سیاسي مبصرینو او فعالانو له‌خوا مطرح کېږي هغه دا دي چې «که یو ښه، بااخلاصه، هېواد او ولس ته ژمن، او کارپوه سیاسي رهبر پیدا شي؛ نو هغه به وکړای شي چې هېواد له دې ناخوالو وژغوري.» دغه‌راز ځینې نور بیا وایي: «د یو داسې رهبر ظهور او یا ناڅاپه څرګندېدلو ته اړتیا ده چې بیا وکولای شي د ملي چتر لاندې یوه ټولګډونه اجماع رامنځته کړي.» دا او دې‌ ته ورته تمې لږ ترلږه زموږ په تېرو څو لسیزو کې نه یوازې نتیجه‌ورکوونکې نه وې، بلکې د سیاسي رهبرۍ د تشې له اوږدېدو سره یې مرسته کړې. دا ډول فوق العاده توقعات د نړۍ په معاصر تاریخ او اوس مهال هیڅ ځای ندي عملي شوي چې په ناڅاپي او خارق‌العاده ډول دې دا هر څه رامنځته او بیا مطلوب هدف ته ورسېږي، نو زموږ په ټولنه کې هم ممکن نه دي.

‏ ولې فردمحوره سیاسي رهبري کارنده نه ده، او سربېره پر هغه ولې بیا هم پرې ټینګار کېږي؟

‏د استعمار او استعمار ځپلو ټولنو د تاریخ مطالعه موږ ته را ښيي چېښکېلاکګر قوتونه د خپل نفوذ، قیمومیت یا ښکېلاک لاندې سېمو کې څنګه د پراخو ولسي سیاسي خوځښتونو د راټوکېدو د مخنیوي په غرض په خلکو کې د یو «ناجي» د پيدا کېدو او فردمحوره سیاسي رهبرۍ ناڅاپي ظهور تبلیغوي تر څو خلک خپله لاس په کار نشي او د همداسې یو ناجي په تمه روان مشقت وزغمي.

‏ښکېلاګر معمولا د بحران سره مخ ټولنې په اړه قوي سیاسي روانپوهنېزه مطالعه لري، پداسې ناامیده، مغوشو، بې اعتماده ټولنه کې خلک له رواني پلوه د همداسې یو ناجي په تمه وي، لکه په لرغونو زمانو کې به چې هند کې په مسلمانانو زور زیاتی ډېر شو، نو شاه ولی الله به دعا وکړه او بیا به له افغانستان څخه احمدشاه ابدالي ورغی او هغوی ته به یې نجات ورکړ. سره لدې چې اوس زمانه او شرایط بدل دي، خو ښکېلاګر په همدغه تفکر پانګونه کوي. دغسې ښکېلاک د هرې ټولنې ځانګړتیاوو ته په کتو هڅه کړې چې د سازماني سیاسي خوځښتونو سیستماتیک کتلوي اغېز چې د ټولنې پر سیاسي تفکر یې لرلای شي مخه ډب کړي.
‏جالبه دا ده چې دوی همدا د ناجي پالنې او فرد محوره رهبرۍ تفکر په نویو ادبیاتو لکه کارزماتیک رهبر، تاثیرګذاره شخصیت او نورو نومونو پراخ تبلیغات کوي تر څو ولس او په ځانګړي ډول ځوانانو کې لنډمهاله او لنډپآلې هیلې او تلوسې راوټکوي. همدا دلیل دی چې د پردیو په مټ رامنځته شوي بې‌ریښې سیاسي رهبري او بې‌بنسټه سیاسي بدلونونو له ناورین پسې ناورین راوړی دی.

‏د هېواد د تېرې نیمې پیړۍ سیاسي ژوند، بیا په ځانګړي ډول د ۲۰۰۲ میلادي کال راهیسې د ټولو ناورینونو او سیاسي رکود رېښه باید په همدې کې ولټول شي.
‏تېرو لسیزو کې د همدغه فورمول په اساس راټوکول شوي شخصیتونه که د فردي ظرفیت له‌مخې هرڅومره وړ کسان هم ول خو د سیاسي سازماني مبارزې له تل څخه په طبیعي ډول نه وو راوتلي. د دوی سیاسي شخصیت د کوم ولسي سیاسي بهیر نتیجه نه وه، نه د کوم مشروع ولسي سیاسي بنسټ له فېلټره تېر شوي و، دوی غوڅ اکثریت په محاسبه شوې سیاسي ولسي مبارزې باور نه درلود او نه یې اوس لري.
‏همدا دلیل دی چې زموږ په تاریخي او سیاسي بحثونو او روایتونو کې نه یوازې د نظامونو د جوړښت، بلکې د سقوطونو په مباحثو کې هم پر افرادو تمرکز کېږي؛ حتا د دولت‌جوړونې او سقوطونو په مباحثو کې د منظمو پروسو، ملي مؤسسو/بنسټونه او سیاسي سازماني رهبرۍ ته اشاره هم نه کېږي.

‏ په افغانستان کې”یو کس د نجات ورکوونکي” په توګه مطرح کول د پورتني تاریخي شالید له‌مخې تکراري، خو هرځلې ناکامه شوې سناریو ده. زموږ تاریخ شاهد دی چې هر کله بهرني ځواکونو یا داخلي لوبغاړو هڅه کړې چې د یو فرد پر محور د ټول ملت اراده متمرکزه کړي؛ محصول یې د افرادو ترمنځ د اقتدار، منابعو او ګټو د وېش پر بنسټ لنډمهاله ثبات، خو په اوږدمهال کې د سیاسي بې‌ثباتي، نویو جګړو او ټولنیزې انقطاع ته لار پرانیستل وي .

‏له بده‌مرغه استعمار لا هم زموږ له‌دې ضعف څخه په ګټه اخېستنې په ټولیزو رسنیو او سیاسي ناستو کې هڅه کوي چې د “اغېزناکو سیاسي شخصیتونو” په لټه د افغانستان سیاسي قشر سایکولوژي لالهانده وساتي. د دغې خیالي هیلې د دوامداره ترزیق له امله زموږ سیاسي قشر له لسیزو راهیسې یوې داسې ورکې پسې ګرځي چې اصلاً شته لا نه او په اصطلاح «تورو نخودو» پسې سرګردانه دي.

‏نتجه دا چې د سیاسي قشر پاملرنه له اصلي موضوع څخه منحرفه، او د ولسي مبارزې ټولیزه انرژي او انسجام د “اغېزناک رهبر” په لټون کې فلج کړي. اصلي موضوع دا ده چې موږ یوې دوامدارې، بنسټیزې او اصلي افغاني سیاسي پروسې ته اړتیا لرو. داسې یوه پروسه چې د سازماني سیاسي کار په پایله کې د ټول ملت اراده، مشارکت، او عملي سیاسي میکانیزمونه منعکس کړای شي؛ نه دا چې د یو رهبر د ظهور په لټه کې د خیالي سیاسي اسطوره‌سازۍ د دوام باعث شي.

‏حل لار څه ده؟ څه باید وشي؟ او له کومه ځایه پیل کېدای شي؟

‏لومړی باید د تاریخي مخینې پربنسټ چې پورته پرې بحث شوی دا ومنل شي چې فرد محوره سیاسي رهبري نه یوازې یوه ناکامه مفکوره ده؛ بلکې د ملي واکمنۍ د کمزوري کولو لپاره لومړنی ګام هم دی. ددی وخت رارسېدلی چې افغانان باید د بهرنیانو لخوا شخصیت‌جوړونې پروژه‌يي سیاست ته ــ چې له لسیزو راهیسې د مترقي او ملي‌پالو سیاسي خوځښتونو خنډ ګرځېدلی ــ لږترلږه نیمه‌پیړۍ وروسته “نه” ووايي. دا “نه ویل” له‌دې پیلېږي چې موږ د بهرنیانو لخوا په تمویل‌شویو ناستو/کنفرانسونو/تبیلغاتي موسساتو کې چې اجنډا یې بېرته پر همدې اینجویي/ پروژه‌يي سیاستونو څرخي، له ګډون او مرستې ډډه وکړو. له داسې ناستو/کنفرانسونو او تبلیغاتي مؤسساتو سره نه همغږي هغه روایت ــ چې ګواکې پرته له بهرنۍ مداخلې/سیاسي ـ استخباراتي ملاتړه سیاسي رهبري نه‌شي رامېنځ ته کېدای ــ تضعیفوي.

‏خو اړین او ژغورونکی کار له‌دې “نه ویلو” سره هم‌زمان دا دی چې د سیاسي رهبرۍ لپاره یوازینی مشروع لار دا وګڼل شي چې د یوې بومي، ولسي، شفافې او اوږدمهالې سیاسي پروسې له‌لارې د سازماني سیاست او سیاسي بنسټونو/مؤسساتو پرمحوریت سیاسي څیرې وروزل شي، مطرح او بالاخره د یوې طبیعي پروسې په ترڅ کې د ملي رهبرۍ تشه ډکه کړي.

‏سیاسي سازمانونه/ګوندونه د سیاسي رهبرۍ د سیاسي پوخ‌والي، پرمختیايي پړاونو د وهلو، سازماني ډسپلین، ایډیالوژیک پېژاند او بومي ـ ولسي رېښه‌موندنې لپاره یوازېنۍ مراجع دي، او د ملي اقتدار د تمثیل په چوکاټ کې د سیاسي رهبرۍ د معیارونو او عمل‌ د اندازه‌ګیرۍ او محاسبې ملي نهادونه هم دي. دغه‌راز، سیاسي سازمانونه/ګوندونه د یو هېواد د نظام مدیریتي او محافظتي کمربند په توګه د دې دنده لري چې ولسي ارادې ته لوری ورکړي، او ټولنیز سیاسي نظم لپاره سازماندهي سیاسي قشر ــ چې هماغه سیاسي رهبري ده ــ وروزي او پرله‌پسې دغې تکاملي پروسې ته دوام ورکړي. فردمحوره سیاسي رهبري دغه تشه نه‌شي ډکولی، بلکې هیڅ سیاسي تحلیل‌ګر، رسنییزه څېره او شخصي متخصص نه شي کولی چې د هېواد سیاسي رهبرۍ جوګه وګرځي؛ پرته له‌دې چې د یو سیاسي سازمان غړي په توګه د ایډیالوژیک هویت، ولسي کار، او عملي مبارزې له پړاوونو تېر او ازمویل شوی نه‌وي.

‏په نړۍ کې د داسې سیاسي رهبرۍ چې په طبیعي ـ سازماني ډول راټوکېدلې وي ډیرې بریالۍ بیلګې وړاندې کولی شو.
‏د وینام هوشي‌مین: د هوشي مین مشري یوازې د اوږدې مبارزې، ولسي رېښه‌موندنې، دوامداره قربانیو، او د ملت له زړونو راوتلې اجماع له لارې رامنځته شوه. هوشي مین یوازې ـ یوازې د سیاسي سازمان پرمټ د مشرتابه دغه مقام ته ورسېد، او د کلونو کلونو اوږدې سازماني مبارزې له لارې یې دا ثبوت کړه چې د ولس استازیتوب کولی شي. هغه نه د بهرنیانو لخوا “کاریزماتیک مشر” غوره کړای شو، نه هم د تبلیغاتو له لارې مطرح شو.
‏د سوېلي افریقا نیلسن منډیلا: نیلسن منډیلا هم د کلونو کلونو سازماني مبارزې، د اپارتاید پر ضد دوامداره کار، زندان او له خپل ملت سره د مستقیمې اړیکې له لارې مشروعیت ترلاسه کړ. هغه یوازې وروسته له هغې ملي مشر شو چې د خپل سیاسي سازمان (ANC) له چوکاټ څخه یې د مبارزې او مشرتابه د سیاسي ځانګړتیاوو او وړتیاوو روزنیز او امتحاني پړاوونه تېر کړي ول.
‏دغه‌راز په افغانستان کې حتی قبیله‌يي ټولنې د نالیکلو اصولو/قومي جوړښتونو په پاللو بېرته د خپل‌مېنځي اړیکو او چارو سمبالښت لپاره ولسي میکانیزم لري او قومي مشران د همدې ولسي میکانیزم پرمحوریت ولسي رېښه مومي او بالاخره د همدې جرګو، مرکو او پرېکړو په ترڅ کې قومي صلابت او مشرۍ ته رسېږي.

‏نو، دغو بېلګو ته په کتو، زموږ په سیاسي ټولنه کې هم چې کله سیاسي ایډیولوژیک سازمانونه د خپلو داخلي کړنلارو او ټاکنو له لارې خپل ګوندي ساختاري څانګو او رهبرۍ لپاره اشخاص وټاکل؛ بیا دویم پړاو د سیاسي سازمانونو ترمنځ د سیاسي فعالیتونو او د سازمانونو ترمنځ د تعامل لپاره د لوبې پر قاعدې باندی توافق دی. په‌دی ډول به دا یقیني شوې وي چې یوازې هغه اشخاص سیاسي پروسه کې شاملیدای شي چې نه یوازې د سازماني مبارزې سابقه ولري، بلکې د سیاسي سازمانو برحال غړي یا مشران هم وي. د لوبې د همدې قاعدې پر بنسټ، درېیم پړاو د ملي تفاهم سند ترتیبول دي چې د سیاسي راتلونکي لپاره د ګډ کار اصول مشخصوي، او د ملي اجماع یا ملي چتر د جوړښت لپاره زمینه برابره وي؛ خو په‌دې شرط چې هر پړاو کې سازماني کار افغاني/بومي ــ هویتي رېښه وپالي او له بهرني اغېز څخه لږترلږه د پالیسي تر بریده وژغورل شي.
‏دا پروسه به، بې‌له شکه چې اوږده، د نهیلۍ په اوسنۍ فضاء کې ستړې‌کوونکې، او له ستونزو او خنډونو خالي نه‌وي. دغه‌راز، دا پروسه به په هر پړاو کې له داخلي مخالفتونو سره مخ کېږي؛ هم به د بهرنیو له فشارونو سره. د دې پروسې پروړاندې به اوسني سیاسي قشر چې په اذهانو کې له لسییزو نهادینه شوی روایت ـــ چې ګنې په افغانستان کې هربدلون له بهرنۍ کړکۍ شونی دی ـــ سخت مقاومت وکړي.

‏سره‌له دې چې دا ملي سیاسي پروسه به اوږده وي، ژوره سیاسي حوصله، صبر او دوامداره مبارزه به وغواړي؛ خو د تاریخي حافظې او محاسبې له‌مخې یوه خبره باید تل په یاد وساتل شي چې دا یوازینۍ سمه او واقعبینانه لاره ده. نورې لارې خصوصا د بهرنیو پرمټ فرد محوره لارې ازمویل شوې دي چې هیڅ ډول دوامداره سیاسي ضمانت یې وړاندې نه‌شو کړای او واقعبینانه نه‌دي.

‏له‌نیکه مرغه د سیاسي وېښتیا دغه څرک ورو ورو په ځوان نسل کې راټوکېدلی دی. ځوانان پوهېږي چې سیاسي ثبات یوازې د سیاسي سازمانونو په چوکاټ کې، د دوامداره زیار، سنجیده قربانیو او مبارزې په نتیجه کې رامنځته کېږي؛ نه د بهرنیو پروژو د سیاسي متخصصینو، موسمي شخصیتونو، انجويي محوره ناستو/کنفرانسونو او یا مصنوعي تبلیغاتي څېرو له لارې.
‏لنډه دا چې د افغانستان د تېره نیمه پیړۍ سیاسي ژوند خونړۍ، دردوونکې او له ناورین ډکې تجربې دا درس راکوي چې د افغانستان د دوامداره بې ثباتۍ اساسي لامل د سیاسي رهبرۍ تشه ده، خو دا تشه د فردمحوره سیاسي رهبرۍ په اساس خیالي او افسانوي افرادو نه؛ بلکې د ولس په منځ کې د بېلابېلو ایډیولوژیو پرمحوریت د دوامداره او ملي سیاسي پروسې له‌لارې د سیاسي سازمونو د سنجیده‌ګۍ او پخته‌ګۍ په نتیجه کې رامېنځ ته شوی سیاسي قشر ډکولی شي. نو تاریخ حکم کوي چې د شخصیت‌محوره سیاست دوره باید ختمه شي. اوس د دې وخت دی چې د یو ملي، بومي، او سازماني سیاسي تداوم لپاره عملي او بنسټیز جمعي ګام واخېستل شي.