دینونه په عمومي ډول د دې لپاره راغلي دي چې په ټولنو کې تعاون او همکاري رواج کړي، انسان تقوا ته وهڅوي، او د یو لوی ذات او خالق د تصور له مخې یې د خپلو کړنو په مقابل کې مسؤول کړي، تر څو د خدای د رحم او جنت مستحق شي. البته مذهبونه د وخت او زمان د شرایطو، ژبې او محاورې د محدودیتونو او پکې د وروسته اضافه شوو مسایلو له مخې په نظرونو کې یو څه تفاوتونه لري، خو زیاتره لوی پیغامونه یې ورته دي:
د هندوېزم له نظره انسان د “آتمن” په نوم یو الهي روح لري، چې دا روح د خدای (برهم) یوه برخه ده.
بودیزم وایي چې انساني فطرت له “کارما” او “سنساره” (د بیا ژوندون دوران) سره تړاو لري.
یهودیت انسان د خدای په شکل او صورت جوړ شوی ګڼي، چې اخلاقي مسؤلیت لري. د خدای او انسان تر منځ تړون (Covenant) دادی چې انسان د خدای قوانین ومني.
عیسویت انسان د خدای په شکل او صورت جوړ شوی ګڼي، او وایي چې خدایي ځانګړتیاوې لري، لکه اخلاقي شعور، عقل، او آزادي. خدای په انسان کې خپل روح پوکلی او تر نورو مخلوقاتو یې ځانګړی مقام ورکړی دی، خو د انسان فطرت د لومړنۍ ګناه (Original Sin) په نتیجه کې ګناه کولو ته تمایل پیدا کړی دی، او د عیسی مسیح له لارې ورته د نجات لاره برابریږي.
دینونو د انسانانو تر منځ د ګډ روایت او همکاري سطحه او د (موږ) دایره ډېره پراخه کړه. که څه هم اسلام ټولو انسانانو ته د فلاح پیغام او پیغمبر یې عالمونو ته رحمت بلل شوی دی،
د نړۍ سترو دینونو انسانان د همکارۍ په یوه ډول محورونو کې راټول کړي دي چې عیسویان ۳۱٪، مسلمانان ۲۶٪، هندوان، ۱۳٪، ، بودایان، ۷٪، عنعنوي دینونه ۴٪، سیکان، یهودیان، او بهایان درې واړه یو فیصده تشکیلوي او پاتې ۱۶٪ بې باوران/ملحدان یا شکاکان دي.

اسلام
زموږ مسلمانانو په باور اسلام وروستنی الهي دین او قرآن وروستی الهي کتاب دی چې د تېرو اسماني کتابونو تایید، تصدیق، ساتنه، او پکې د راغلو نحریفونو اصلاح کوي. په قرآن کې د انساني فطرت په اړه ډېر آیتونه راغلي چې یو څو یې دا دي:
د انساني فطرت مثبت اړخ:
د انسان تر پیدا کېدو مخکې الله تعالی ملایکو ته ویلي وو چې د ځمکې د خلیفه (سرپرست) د پیدا کېدو اراده لري (سورة البقره – ۳۰، سورة یونس – 14، سورة النمل – 62، سورة الأنعام – ۱۶۵)، تر بدني پیدایښت مخکې انسان د یوازني معبود په توګه الله تعالی د یوازني معبود په توګه منلی دی (سورة الأعراف – ۱۷۲)، انسان په بهترین شکل او تقویم جوړ شوی (سورة التین – ۴) او خدایي روح پکې پو شوی دی (سورة السجدة – ۹). همدارانګه د ټولو شیانو د نومونو د علم زده کولو وړتیا ورکړل شوې ده (سورة البقره – ۳۱) او د ملایکو لپاره د سجدې وړ ګرځول شوی دی (سورة البقره – ۳۴). په وچه او بحرونو کرامت ورکړل شوی او په زیاترو موجوداتو باندې لوړ شوی دی (سورة الإسراء – ۷۰). د امانت (ازادې ارادې او قرآن) د وړلو توان ورکړل شوی دی (سورة الأحزاب – ۷۲) پر حنیف دین باور یې فطرت ګڼل شوی دی (سورة الروم – ۳۰)، د انسان په خلقت کې بسط او پراخوالي اچول شوی دی (سورة الأعراف – ۶۹) او د ایمان په صورت کې اعلی ګڼل شوی دی (سورة آل عمران – ۱۳۹).
د انساني فطرت منحرف یا منفي اړخ:
د قرآن له ژورې مطالعې څرګندیږي، چې انسان له خپل مثبت فطرت سره سره وروسته منحرفیدای شي. لاندې څو ایتونه دغه مفهوم ته اشاره کوي:
په بهترین تقویم کې تر پیدا کېدو، او په جنت او نعمت کې د ژوند تر پیل وروسته شیطان ښویولی (بقره ۳۶) او تر ټولو ټیټ حالت ته غورځېدای شي (التین – ۵)، د فساد او وینه تویولو له خطره یې ملایکو تشویش ښودلی دی (بقره – ۳۰)، کمزوری پیدا شوی ( النساء – ٢٨)، روم – ۵۴)، د متلَوِن او بدلېدونکی طبیعت لرونکی دی، چې د تکلیف پر مهال الله ته دعا او په اسانتیا کې غفلت او غرور کوي (يونس – ١٢)، غافل دی (الأعراف – ۱۷۹، (فصلت – ۵۱)، نهیلی کیږي، شکر نه کوي او کفران کوي ( هود – ٩)، ابراهيم – ٣٤، الإسراء ۶۷ ، الحج – ٦٦، الشورى – ۴۸، الزخرف – ۱۵، عبس – ۱۷، العاديات – ۶، دهر ۱۳، او ۳)، د ښکاره دښمن، شیطان د وسوسو او دسیسو ښکار کېږي ( يوسف – ٥، النحل – ۴)، بېړه او تلوار کوي ( الإسراء ، انبیاء – ۳۷)، د ستونزو پر مهال مایوس او نهیلی کیږي ( الإسراء٨٣، فصلت – ۴۹)، ممسک او بخیل کېدای شي (الإسراء١٠٠).
د تعاون کولو او له زیاتي ځان ساتلو امر
وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ أَنْ صَدُّوكُمْ عَنِ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ أَنْ تَعْتَدُوا ۘ وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَىٰ ۖ وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۖ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ (مایده – ۲).
د یوې ډلې دښمني دې تاسو دې ته اړ نکړي چې تاسو یې له مسجد الحرام څخه منع کړئ او تېرې وکړئ. په نېکۍ او تقوا کې له یو بل سره همکاري او مرسته وکړئ، او په ګناه او ظلم کې له یو بل سره مرسته مه کوئ. او د الله څخه وویرېږئ؛ بېشکه چې الله ډېر سخت سزا ورکونکی دی.
قرآن کریم د داسې انسان د روزنې لید وړاندې کوي، چې فکر او زړه یې د خالق پر لور متوجه وي او اړیکه یې د عبادت او هیلو وي، له نورو انسانانو سره یې اړیکه د تعاون، اصلاح او مرستې وي او له چاپيریال سره اړیکه یې د اعمار ساتنې وي. دغسې انسان پر ایمان، حق منلو، تقوا او ښېګڼه سربېره محسن، عفوه کوونکی، له زړه د کینې پاکوونکی، نورو ته مغفرت غوښتونکی، قهر زغمونکی، باحیا، نیک ګمانه، ایثارګر، پاک زړی، خوږژبی، مطهر، باانصافه، عادل، صابر، ثابت قدم، منفق، مصدق، صادق، تایب، عقل، فکر او تدبر کوونکی، باوجدان، پراخ نظری، داعي، زاهد، پاک نفس، زیارایستونکی، او مسؤول وي، چې په دې صورت کې له ذهني تیارو خلاصون (فوز) او شخصیتي غوړیدا (فلاح) ته رسي او د دنیا او اخیرت د ټولو نعمتونو او رضوان الله مستحق کیږي. (البته انسان په قرآن کریم کې په دې نومونو یا صفتونو نه دی یاد شوی: احسن المخلوقین، خلیفةالهی، اشرف المخلوقات، انسان کامل، متخلق به خلق الله، مظهر صفات الهی، او حیّ متألّه (د الهي صفاتو لرونکی ژوندی موجود).
د انسان تر پیدایښت مخکې د هغه د وینه تویولو او فساد له وړتیاو څخه د ملایکو د تشویش په وړاندې د الله تعالی وینا چې زه پوهېږم او تاسو نه پوهیږئ، هله ملایکو ته ثبوت شوه چې ویې لیدل، انسان ته د ټولو نومونو پوهه ورکړل شوې ده. له دې څرګندېږي، چې انسان که د بقا او دفاع لپاره مشروع او یا د ځان غوښتنې او حرص له مخې د نامشروع سیالۍ په نتیجه کې ورانی کولی شي، خو د علم په نتیجه کې تر دغه ورانۍ څو چنده همکاري کولی او خیر رسولی شي. یعنې د انسان اصل ماموریت ورانی، وینه تویول او فساد نه، بلکې د عمل او علم په زور د همکارۍ او نیکۍ پراخول دي.