د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د خپلې کړنلارې په اساس هڅه کوي چې ټول افغانان د اکوړې مدرسې افراطي تفکر ته تسلیم کړي.
د رسنیو او کارپوهانو له خوا ظاهراً داسې ښودل کېږي چې دغه کړنلاره یې تېرو درې کلونو کې له چلنج سره مخامخ شوې ده؛ ګنې تر هغې پخوا ورسره نه اکثره افغانانو کوم مشکل درلود او نه هم د طالبانو مختلفو ډلو.
حقیقت دا دی چې د افغاني ټولنې متنوع جوړښت، تاریخ او سیاسي فرهنګ ته په کتو د افغانانو لاره ور څخه جلا ده، خو د اخوندزاده دغه هڅې حتا له پیله د طالبانو په منځ کې هم په نطفه کې شنډې دي.
د طالبانو او امریکا تر منځ د دوحې له شرموونکي تړون وروسته د طالبانو دننه یو څرګند وېش راښکاره شو؛ خو د دې وېش بنسټ تر هغې هم پخوا هغه مهال رامنځته شو چې امریکا او د هغو متحدو سازمانونو د لاسرسي وړ طالب مشرانو سره دوامداره اړیکو ته انکشاف ورکړ.
له دغه وېش څخه د امریکا مذاکراتي ټیم دوه موخې درلودې:
یو دا چې د افغانانو د عامه افکارو پر بنسټ خپلو خلکو او خپلو متحدینو ته له طالبانو سره معامله توجیه کړي چې ګنې اوس دا خلک بدل شوي او ټول یو رنګ سخت دریځه اکوړي تفکر نه لري.
دویمه موخه یې دا وه چې اوس کولای شي دا خبره توجیه کړي چې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه یې په بریالیتوب پای ته ورسوله او له افغانستانه یې د خپلو سرتېرو د خوندي وتلو لپاره ضمانت ترلاسه کړی دی.
د دې ترڅنګ د امریکا ځانګړی استازی د تړون څخه مخکې په دې بریالی شو چې امریکايي پلوي افغان سیاسي او جهادي څېرې، جنګسالاران او د امریکا متحد هېوادونه قانع کړي، چې طالبان د نویمې لسیزې په پرتله بدل شوي او د دې وړتیا لري چې د یوې معتدلې ډلې په توګه د نورو افغانانو او هم د سیمې او نړۍ سره نورمال انساني تعامل ولري.
په دې هڅه کې امریکايي رسنۍ او د امریکا له خوا تمویل شوي لیکوالان فعال وو، چې طالبان د یوې منځلارې ډلې په توګه نړۍ ته معرفي کړي.
اوس ډېری خلک په دې تېروتنه یا په ښکاره اعتراف کوي چې دوکه شوي وو او یا هم د امریکا د فریب له شرمه چوپه خوله پاتې دي.
د طالبانو د مذاکراتي ټیم جوړښت او د امریکا د رول نښې
لکه څنګه چې د جمهوریت د سولې مذاکراتي ټیم په جوړښت او ترکیب کې د امریکا ځانګړي استازي مداخله وکړه، په همدې ډول یې د طالبانو مذاکراتي ټیم هم مهندسي کړ.
د طالبانو مذاکراتي ټیم په تدریجي ډول له ۲۰۱۳ کال څخه د امریکا له خوا جوړ شو.
لومړی:
هغه طالبان چې د T5 په نامه یادیږي او د طالبانو د مذاکراتي ټیم هسته یې جوړوله، له ګوانتنامو څخه دوحې ته انتقال شوي وو، په مذاکراتو کې ځای پر ځای او د لیدنو کتنو لپاره یې ورته امکانات برابر کړل.
دويم:
دویمه ډله هغه تجارتي یا کارپوریټ طالبان وو چې اکثره یې د اماراتو څخه دوحې ته ورسېدل.
درېیم:
بله مساله د امریکا د ځانګړي استازی له خوا د هبت الله د هیلې خلاف د ملا برادر شاملول وو؛ کله چې په ۲۰۱۸ کال مذاکرات پیل شول، هبت الله خپل کس عبدالحکیم حقاني د مذاکراتو د مشرۍ لپاره وټاکه؛ خو د امریکې ځانګړي استازي د جنرال باجوه سره د یوې معاملې په نتیجه کې ملا برادر د پاکستان له زندانه خوشې شوی و، د طالبانو د هییت مشر وټاکه.
څلورم:
بل اړخ د ملایعقوب د مذاکراتي ټیم په نوم د ملایعقوب د څانګې شاملول وو؛ ملا یعقوب چې په ۲۰۱۸ کال کې او د ۲۰۱۹ په لومړیو کې د هبت الله له خوا په بشپړه توګه منزوي شوي و، د امریکا د ځانکړي استازي او د پاکستان په منځګړیتوب د هبت الله د مرستیال په توګه وټاکل شو او د دې لپاره چې یعقوب هم په دوحه کې استازیتوب ولري، تره یې په مذاکراتي ټیم کې شامل شو.
پنځم:
بله چاره په مذاکراتي ټیم کې د حقاني شبکې شاملول وو؛ د طالبانو د مذاکراتي ټیم د «ټولګډونه توب» د ښودلو لپاره په افغان حکومت د فشار په نتیحه کې انس حقاني د بګرام له زندانه خوشې شو او د طالبانو پر مذاکراتي ټیم ور ګډ شو او په دې ترتیب یو ځل بیا د پاکستان په منځګړیتوب په سیمبولیک ډول سراج حقاني د هبت الله د بل مرستیال په توګه وټاکل شو.
بله خوا ایران پلوي طالبان تر پایه پورې د دوحې په ټيم کې شامل نه شول.
سره د دې چې د امریکا ځانګړي استازي د دوحې مذاکراتو په درشل کې ټینګار کاوه چې د طالبانو مذاکراتي ټیم په بشپړه توګه د کوېټې د طالبانو د دریځ استازیتوب کوي؛ خو که د طالبانو د مذاکراتي ټیم د جوړښت دغه پورتنې اووه کلنې پروسې ته وکتل شي، له ورایه ښکاري چې دغه ترکیب نه یوازې د کوېټې د طالبانو بشپړ استازیتوب نه کاوه بلکې د دغه ټیم غوڅ اکثریت غړي نږدې یوه لسیزه د طالبانو د کوېټې شورا سره نه مستقیم او نه هم غیر مستقیم تماس درلود، بالعکس دغه غړو امریکا سره ډېر نږدې روابط درلودل او حتا نورو افغانانو او بهرنیو ډېپلوماتانو سره د دوی د خبرو بڼې او راشه درشې بیخي امریکایي بڼه درلوده، هغه داسې چې دوی کټ مټ لکه د امریکايي ډېپلوماتانو په څېر د یوې مشخصې مسالې په اړه مختلفو کسانو ته مختلف او متضاد پیغامونه درلودل چې یو ډول ابهام رامنځته شي.
دغه ډول مبهم چلند د هغو روزنیزو ورکشاپونو نتیجه وه چې دوی ته د امریکا له خوا د توظیف شویو “ان جي او” ګانو له خوا په دوحه د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۰ کلونو په منځ کې ورکول شوي وو.
امریکا سره د کابل مېشتو (کارپوریټ) طالبانو ژمنې او لوکس ژوند
د دوحې تړون په نتیجه کې پر کابل له واکمنو طالبانو څخه امریکا په خپلو نوبتي ناستو کې غوښتي چې هبت الله دې وهڅوي چې د یو مذهبي مشر په توګه پاتې شي او په حکومتدارۍ کې دې لاسوهنه نه کوي.
په مذهبي لویو پرېکړو کې هم باید یوه مشورتي یا د تصمیم ګیرۍ شورا ولري چې دغسې یو انعطاف او سیاست به طالبانو ته د په رسمیت پېژندلو لاره اسانه کړي او د دوحې تړون پټ ضمایم به په اسانه عملي شي.
له ۲۰۲۱ کال راهیسې د واک پر سر د طالبانو دننه دغه خاموشه شخړې ورو – ورو ښکاره شوې دي. کابل مېشتي طالبان چې د دوحې تړون په زور واک ته رسېدلي او له امریکا سره د پټو او ښکاره تعهداتو د تطبیق لپاره ژمن دي، اوس په کابل کې د دولتي ودانیو واکمن دي او هره ورځ په اقتصادي، سیاسي، او نظامي برخو کې د هبت الله په پرتله ځواکمنیږي.
دوی امریکا سره ژمنه کړی چې یوه “معتدله مذهبي دیکتاتورۍ” بڼه به رامنځته کوي چې نړۍوالو او په ځانګړې توګه د لویدیځو هېوادونو پلازمېنو ته د یو منځلاري نظام ښودنه وکړي؛ خو حقیقت کې په دې بڼه کې پټه اجازه شته چې طالبان څه ډول غواړي په خپله خوښه افغانان وځپي او هر ډول ظلم پرې وکړي، دوی به هڅه کوي چې د استبداد کرغېړنې کړنې به په لویدیځو مطبوعاتو کې زیات شور نه جوړوي. دا دوه مخې پالیسي د دوحې طالبانو یا په نوې اصطلاح د عصري شویو طالبانو د ستراتېژۍ بنسټ جوړوي.
د کابل طالبانو د کابل له سقوط وروسته لوکس ژوند ته مخه کړې ده. د ګڼو ودونو او موټرو لرلو په سر خپلو کې سیالي کوي، په لوکسو رستورانونو کې مېلمستیاوې جوړوي او د ځایي نادولتي سازمانونو سره په ګډو کاروبارونو او اقتصادي قراردادونو کې برخه لري.
دوی دوبۍ او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د استراحت لپاره سفرونه کوي او د ښځینه یوټیوب ویډیو جوړوونکو تمویل کوي ترڅو نړۍ ته د طالبانو یوه معتدله څېره وړاندې کړي.
دا ډله د لویدیځو همکارانو له خوا “کارپوریټ طالبان” بلل کیږي، ځکه چې دوی د ایډیالوژۍ یاعقیدې پر ځای په شتمنۍ، انځور او سوداګرۍ تمرکز کوي.
کندهار میشتي طالبان؛ د اکوړې سخت دریځ
په بل اړخ کې په کندهار کې مېشت د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده او د هغه نږدې ملګري هڅه کوي چې د اکوړې د مدرسې تر ټولو سخته او افراطي بڼه حکومتولي په افغانانو تحمیل کړي.
د هبت الله لید دا دی چې په افغانستان کې باید یوازې د هغه د اسلام تفسیر عملي شي او د نیوکې او مخالفت هیڅ ځای نه وي. دا سخت دریځه نظریه، چې رېښه یې د اکوړې د مدرسې له تفکر څخه سرچینه اخلي، غواړي ټول افغانان د هبت الله په څېر فکر وکړي او د مختلفو نظریو او هر ډول تنوع پر وړاندې هېڅ زغم نه لري.
په داسې حال کې چې د دوحې طالبان د منځلاريتوب ادعا کوي او وایي چې دوی د نجونو د زده کړو د پیل لپاره لارښوونې او ترتیب جوړوي؛ خو هبت الله او د هغه ملګري لکه ملا ندیم ډېر سخت دریځ لري.
دوی د شریعت له مخې د نجونو د تعلیم جواز په اړه لا هم اختلاف لري. هبت الله په خپلو غږیزو پیغامونو کې حتا د نارینه و د ښوونځیو سره مخالفت څرګند کړی.
هبت الله په خپلو ویناو کې د عصري معلوماتي او تفریحي بڼو لکه ټلویزیون سره خپله کرکه ښکاره کړې ده او په دې وروستیو کې یې په تخار کې په وینا کې ویلي: “په تېرو شلو کلونو کې افغانان له اسلامي لارې لرې شوي، ځکه ډېر خلک ټلویزیون ګوري.”
په ظلم، استبداد او ویرې خپرولو کې د دوحې او کندهار طالبان دواړه کوم تفاوت نه لري؛ دواړه ډلې د عامه خلکو پر وړاندې بې له محاکمې شکنجه او وژنې ترسره کوي او حتا په دې ظلمونو کې هم یو بل سره سیالي په یو معمول بدله شوې.
هبت الله د دې عملونو لپاره هېڅ پښېماني نه ښکاره کوي. هغه په دې وروستیو کې په کندوز کې د بندیانو وژنه ډېره بابیزه مساله وګڼله او ویې ویل چې د دغو وژنو عاملین یوازې له دندو ګوښه شوي یا تبدیل شوي دي.
دا ښيي چې د داسې ظلمونو عادي کېدل د طالبانو په لیکو کې څومره په لوړه کچه د منلو ده.
سره د دې چې په ظاهره کې د “کارپوریټ طالبانو” او په کندهار کې د افراطي رهبرۍ تر منځ توپیر د طالبانو د رژیم متضاد طبیعت څرګندوي؛ خو یوه ډله لویدیځي رسنۍ هڅه کوي نړۍ ته د طالبانو له منځه یوه ډله منځلارې او بله ډله توندلاري معرفي کړي.
زما له نظره دغه ډول تفکیک او د څو څېرو معتدل معرفي کول هماغسې چې پخوا د دې هېواد ستونزې حل نه کړې بلکې لا یې ژورې کړې اوس هم په دی باور یم چې دغه ډول یوه لوبه یوازې د عامو افغانانو کړاوونه زیاتوي، بلکې د هېواد او ولس راتلونکې هم د دوو افراطي افکارو د رقابت تر منځ نا څرګند پاتې کیږي.
د افغانانو لپاره د طالبانو د دوه مخي سیاست درسونه
که څه هم د دوو افراطي افکارو د رقابت شرمناکه لوبه په لنډه موده کې زموږ د هېواد غمیزې لا پسې زیاتې کړي او په افغانستان کې به د بېلابېلو نیابتي ډلو د فعالیت لامل شي، خو په منځمهاله او اوږدمهاله موده کې به د ټولنې لپاره چې ملي او خپلواک فکر لرونکي اوسېدونکي لري، مهم درسونه او زده کړې ولري او د دغه ډول متحجرو افکارو پر ضد به د مستقلو او منسجمو فکري سیاسي سازمانونو د جوړولو او ولسي انسجام اړتیا او زمینه برابره کړي.
دا درسونه کوم دي؟
لومړی:
هېڅ افراطي ډله د اصلاح وړ نه ده؛ په دې هکله هر ډول خوشباوري او هڅه د تېر وخت ترخو تجربو تکرار او یوه لویه تېروتنه ده.
دویم:
د هېواد د سیاسي مسایلو د حل لپاره د بهرنیانو هر ډول مرستې غوښتل او یا د هغوی شاملول د پخوانیو ناکامو تجربو تکرار او د تاریخ څخه د عبرت د نه اخیستو په معنا دی. په بهرنیانو پورې تړلو کنفرانسونو او اجنډاو کې ګډون او هغې پورې زړه تړل چې په افغانستان کې به د مثبت بدلون لامل شي، هېڅ پایله نه لري.
تجربو وښوده چې هېڅ بهرنی د افغانانو لپاره صادقانه اجنډا نه لري.
درېیم:
د ارزښتونو، د ښځو د حقونو او د نجونو د زده کړو په اړه د بهرنیانو اوسني دریځونه هم له منافقت څخه ډک دي؛ ځکه چې همدوی پخوا د همدغو ارزښتونو د ظاهري دفاع لپاره د جګړو او بمباریو ملاتړ کاوه، خو د دوحې پروسې په درشل کې یې افغانانو ته دا پیغام درلود چې نور د افغانانو د بشري حقونو، د ښځو د کار او د نجونو د زده کړو ملاتړ نه کوي. خو اوس یو ځل بیا د دغو حقونو د ملاتړ خبرې کوي.
په دې برخه کې باید هېڅ باور ورباندې ونه کړو او زموږ لپاره غوره لار دا ده چې د دوی له مرستې پرته پرمختګ لار غوره کړو.
څلورم:
افغاني ټولنه له فکري اړخه یوه متنوع ټولنه ده او د هبت الله هڅه چې غواړي دغه ټولنه د اکوړې په تفکر په اساس یو لاس او ډول کړي نه یوازې د طالبانو له منځه د ماتې سره مخامخ ده؛ بلکې ټولنه هم د دې اراده لري چې د هبت الله د افراطیت دا کمپاین په کلکه رد کړي خو د ارادې ترڅنګ د ټولنې دغه غبرګون تدبیر، انسجام او زیار ته اړتیا لري چې ملتپالي ورته کار وکړي، همدغه د بریالیتوب لاره ده حتا که سخته، نفس ګیره او ډېر وخت ونیسي.
پنځم:
د پردیو په فرمایش د افغانستان د اداره کولو لپاره د هېڅ نیابتي ډلې واکمني دوامداره نه ده. نیابتي واکمنۍ به یا د افغانستان له سیاسي واقعیتونو سره د نه توافق له کبله پاشل کېږي او یا به یې تمویلونکي بهرني قوتونه د خپلو ګټو لپاره په عمدي ډول له تفرقې او وېش سره مخامخ کوي او د یو د بل په وړاندې به یې دروي.
شپږم:
داسې یوه تمه چې ګوندې د بهرنیانو د مداخلې په نتیجه کې به افغانانو ته ملي حاکمیت د بېرته اعادې زمینه مساعدېږي، بې ځایه ده. ټول ملي ګرا افغانان باید په دې پوه شي چې خپل منځي سلیقوي اختلافات پرېږدي او د وطن د لویو ملي مسالو لپاره په سلا مشورو او عملي لارو چارو غور وکړي.
لیکنه:
فضل محمود فضلی – د افغانستان دجمهوري دولت د چارو ادارې پخوانی مشر