ایران، په مشهد کې د افغانستان د قونسلګرۍ نوی سرپرست فیض الرحمن عطايي یو ترهګر او انسان تښتوونکی بللی دی او ویلي دي چې نوموړی د انسان تښتوونې مخینه لري.

د ایران اسلامي جمهوري ورځپاڼې د شنبې په ورځ په همدې تړاو د یو مطلب په خپرولو سره لیکلي دي عطايي د طالبانو هغه غړی دی چې په مشهد هوايي ډګر کې یې د دې ډلې یو مخالف قاري عیسی محمدي د تښتولو ناکامه هڅه کې لاس درلود.

یادې رسنۍ د ایران حکومت له لوري په مشهد کې طالبانو ته د افغانستان قونسلګری سپارل د پوښتنې وړ بللې او په دې اړه یې پر ایراني چارواکو سختې نیوکې کړې دي.

یادې رسنۍ په دې هېواد کې طالبانو ته د افغانستان د نورو قونسلګریو د سپارلو په هکله خبرداری ورکړی او ویلي دي ایران ته پکار ده څو د «ترهګرو طالبانو» پر درې کلن ازمایل شوي سیاست بیاکتنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په مشهد کې د افغانستان قونسلګرۍ مشر جابر انصار څه موده وړاندنې له خپلې دندې استعفا وکړه او طالبانو ورپسې فیض الرحمن عطايي په دې دنده وګماره.