د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د سختو اورښتونو، سیلابونو را وتلو او تالنده برېښنا خبرداری ورکړی دی.

د هوا پېژندنې ریاست نن شنبه د اګسټ مېاشتې په ۳ مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې سبا یکشنبه د اګسټ په ۴ مه نېټه به بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کاپيسا، پنجشير، کابل، پروان، میدان وردک، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، زابل، غزني، کندهار او ارزګان ولايتونه د نسبتاً تېزو بارانونونو او سېلابونو شاهد وي.

د دې ادارې په اعلامیه کې راغلي چې په بېلابېلو سيمو کې د باران اندازه به له ۱۵ تر ۴۰ ملي مترو پورې وي.

د هوا پېژندنې ریاست همداراز د هېواد په شمال، شمال ختیځ، لوېدیځ، سویل، ختیځ او مرکزي ولایتونو کې له دوړو سره د سختو بادونو اټکل هم کړی دی.

دا په داسې حال کې چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ورستیو سختو اورښتونو، سیلابون او توفانونو له کبله خلکو درانه ځاني او مالي تاوانونه واوښتل.