د افغانستان د ژرغونې ملي مقاومت شورا وايي د اسلامي جمهوریت د سفیرانو شورا ته پکار ده څو افغان سفیرانو او د سیاسي استازولیو سرپرستانو ته څرګنده کړي چې له طالبانو سره تعامل جرم او ناوړه ګټه اخیستنه ده.

یادې شورا د جمعې په ورځ د اګسټ مېاشتې په دویمه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي طالب ډله د افغانستان د سیاسي استازولیو په اړه د پریکړې صلاحیت نلري.

د ملي مقاومت شوار د افغانستان د سیاسي استازولیو د پرېکړو د بې اعتباره بللو په اړه د طالبانو دریځ نه عملي کېدونکی بللی او په ورته وخت کې یې له ټولو ډیپلوماټیکو استازولیو غوښتي چې خپلو کارونو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالب ډله تیره اوونۍ په اروپايي هېوادونو کې د افغانستان د ډیپلوماټیک استازولیو فعالیتونه بې اعتباره اعلان کړل.

دغې شورا په ورته وخت کې له هېوادونو غوښتي چې په بهر کې د افغان ډیپلوماټانو ډیپلوماټیک مصوونیت ته دوام ورکړي او د طالب پلوه ډیپلوماټانو مصونیت دې لغوه کړي.