په قطر کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت خبر ورکړی دی چې د دې ډلې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر او ورسره مل پلاوی د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه جنازې کې ګډون وکړ.

اسماعیل هنیه چې دوه ورځې وړاندې په تهران کې د اسراییل د یو توغندیز برید په پایله ووژل شو د جنازې مراسم نن جمعه د اګست مېاشتې په دویمه نېټه د جمعې له لمانځه وروسته په دوحه کې ادا شول.

ویل کېږي د نوموړي د جنازې په مراسمو کې د قطر امیر په ګډون د یوشمېر اسلامي نړۍ ځینو چارواکو هم ګډون کړی و.