په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان خبر ورکړی دی چې په دې هېواد کې د بودیجې له کمښت سره مخ دی او په دې اړه یې خپله اندیښنه څرګنده کړې ده.

د خوړو نړیوال سازمان نن جمعه د اګسټ مېاشتې په دویمه نېټه په خپله ایکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي دي چې د بودیجې دا کمښت به په افغانستان ۶۰۰ زره ښخې د قوي خوړو د ترلاسه کولو څخه بې برخې کړي.

دغه نړیوال سازمان ویلي دي چې په روان ۲۰۲۴ کال کې یې له ۱.۶ میلیونو څخه زیاتو امیدواره او ماشومانو ته شیدې ورکونکو میندوته د خوارځواکۍ د ناروغۍ د مخنیوي په برخه کې ملاتړ برابر کړی دی.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان په ۲۰۲۴ م کال کې وړاندوینه کړې وه چې په افغانستان کې به ددغه کال په اوږدو کې ۳.۲ میلیونه ماشومان او نږدې ۸۰۰ زره ښځې د خوارځواکۍ په ناروغۍ اخته شي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو څه موده وړاندې خبر ورکړ چې په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته ۲۱۰ زره ماشومانو او ۱۴۰ زرو ښځو ته روغتیايي خدمتونه برابر کړي دي.