‏د افغانستان د هوا پېژندنې اداره د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلونو د راوتلو خبرداری ورکړی دی.

‏د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت د هواپېژندنې ریاست د زمري ۱۲-۱۳ مه د سختو ورښتونو او سېلونو د احتمالي پېښو یادونه کړې ده.اټکل کېږي چې د ۱۵-۴۰ میلی‌متر باران او د ۵۰-۸۰ کیلومتره په ساعت کې بادونه به ولري.

‏په تېرو دوو اونیو کې د بارانونو او سېلونو له امله لسګونه کسان مړه او سلګونه نور ټپیان شول.